د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرداري مشکوک لیک د پاکستان پوځ په غوسه کړی


د پاکستاني پوځ سرلښکر( لوی درستیز )جنرال اشفاق پرويز کیاني
د پاکستاني پوځ سرلښکر( لوی درستیز )جنرال اشفاق پرويز کیاني


مجيب الرحمان انګار،پيښور


نن سبا د پاکستان سیاسي هوا د تودوخې په لوړه او ټيټه درجه کې له حده زیاته د ګډوډۍ په حال کې لیدل کیږي.دغه زیاتېدونکي بدلون ته په کتو سره ځینې کارپوهان د یوې احتمالي سیاسي څونامي د رادبره کېدو اندېښنې ښيي.

که څه هم ددې هیواد په ۶۴ کلن تاریخ کې د څو پوځي کودتاګانو او د پوځ د اوږدې واکمنۍ تر څنګ تر ډيره ملکي حکومتونه د پوځ او استخباراتي ادارو په اشارو او مشورو چلیږي، او د کارپوهانو په باور چې چاته یې په اصطلاح زړه تنګ شي نو په يوه او بله پلمه او یا هم د ټوپک په زور یې له واکه لرې کړي.

سره له دې،چې کال دوه وړاندې داسې ویل کیدل،چې د واکمن پيپلز ګوند چې ولسمشري او وزیراعظمي دواړه یې په واک کې دي او د پالیسي جوړوونکیو ادارو ترمنځ اړیکې عادي دي خو په دې وروستیو کې لکه څنګه چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې خړپړتیا رامنځته شوې همدا شان د کیاني او زرداري ترمنځ اړيکې هم په وريځو کې ډوبې ښکاري.

پاکستاني مطبوعات په دې اړه له تیرو څو میاشتو راهیسې بیلا بېلې تبصرې کوي،ځینې د زرداري حکومت د څو میاشتو میلمه ګڼي او ځینې بیا دغه اندېښنې ردوي او په دې باور دي،چې نوموړي د خپل سیاسي بصیرت له مخې په ډیرو سختو حالاتو کې ددغو ادارو فشار زغملی او په ډیرې هوښیارۍ یې ځان بچ ساتلی.

خو کله،چې د روان میلادي کال د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيیا په یوه مشهوره ورځپاڼه کې د پاکستاني نژاده امريکايي لیکوال منصور اعجاز لیکنه خپره شوه نو نه یواځې دا،چې د ښاغلي زرداري واکمني یې له ګواښ سره مخامخ کړه بلکې په پوځي کړیو کې هم اندېښنې زیاتې شوې.

منصور اعجاز چې ویل کیږي له لوړپوړو امريکايي چارواکو او پوځي مشرانو سره نژدې اړيکې لري په خپله دې لیکنه کې ادعا کړې چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د سمدستي مرستې غوښتنه شوې.

د لیکوال په خبره زرداري مایک مولن ته لیکلي، داسې نخښې نښانې شته چې لوی درستیز جنرال اشفاق پرويز کیاني غواړي دده حکومت د یوې پوځي کودتاه له لارې وپرځوي.

زرداري په دې احتمالي لیک کې له مایک مولن نه مرسته غوښتې چې د کیاني ددې ګام په مخنیوي کې چابک اقدامات وکړي.

که څه هم وروسته په امريکا کې د پاکستان سفير حسین حقاني،پخپله زرداي،صدراعظم او نورو لوړپوړو سرکاري ( دولتي) چارواکو ددغسې یوه لیک لیږل په کلکه رد کړل خو د کارپوهانو په باور د ملکي چارواکو دغو څرګندونو نه یواځې دا چې د کیاني اندېښنې لرې نه کړای شوې بلکې د نوموړي غوسه لا هم نده سړه شوې.

بل پلو مخالفو یوشمیر لویو او وړو ګوندونو هم د زرداري پر دې لیک سخت غبرګون ښودلی.

دمسلم لیګ ډلې مشر نوازشریف د شنبې په ماښام حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ چې دا خبره په سمه او رښتينې توګه سپينه کړي،که نه نو سترې محکمې(سپریم کورټ) ته به مراجعه وکړي،ځکه چې په خبره یې د زرداري له لوري د خپلې څوکۍ د خوندي ساتلو لپاره له امريکا نه مرسته غوښتل نه یواځې د پاکستان د پوځ بلکې د ټول ولس توهین او سپکاوی دی.

د منصور اعجاز له ټینګار،د پاکستاني سفير له انکار او لنډه دا چې له اوږدو ناندریو وروسته په واشګنټن کې د امريکا سفير د ولسمشر په امر اسلام اباد ته رارسیدلی چې د پوځي چارواکو پر وړاندې ددې خبرې سپيناوی وکړي.

خو دا به راتلونکې ورځې ثاتبوي،چې پوځ به په دې باب څه اقدام کوي؟

ایا یواځې د حسین حقاني په ګوښه کولو سره به خبره حل یا غلې شي او که نه ددې هیواد زورور پوځ به له دې ور اخوا هم څه ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG