د لاسرسي ځای

'رحمان ملک د بلوچستان په سیاست نه دی خبر'


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي، په بلوچستان کې اوس حالات ښه شوي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي، په بلوچستان کې اوس حالات ښه شوي دي

نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه
- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، په کراچۍ او بلوچستان کې په تېرو څو کالونو کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په پېښو کې په مجموعي توګه تر ۵۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په قامي اسمبلۍ کې د جمعې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل، په تېرو پینځو کالونو کې په بلوچستان کې ۱۴۵۰ کسان وژل شوي دي.

خو په دې صوبې کې د بشري حقونو د ادارې مشر طاهر حسین اېډوکېټ وايي، د رحمان ملک شمېرې او تناسب سم نه دی.

دی وايي، د کراچۍ پرتله د بلوچستان ابادي ډېره کمه ده او که چېرې په دې طریقې دا هر څه وپلټل شي نو بیا د بلوچستان د وژل شويو کسانو شمېر د کراچۍ په نسبت زیات دی.

د بلوچستان نیشنل ګوند یو مشر سردار حق نواز بزدار وايي، رحمان ملک د بلوچستان له سیاست او ستونزو نه دی خبر.

دی وايي، د جنرال مشرف له واکمنۍ راهیسې په بلوچستان کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک قامي اسمبلۍ ته وویل، د ځېنو امنیتي ګامونو له کبله اوس په بلوچستان کې هدفي وژنې کمې شوې دي.
XS
SM
MD
LG