د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په بدو کې به نور نجونه نه ورکول کېږي


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست
- د افغانستان په خوست کې د بدو او ناوړو رواجونو د ختمولو په موخه د متون قوم ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د جمعې په ورځ پريكړه وكړه، چې له دې ورسته به په ياده سيمه كې ټول هغه رواجونه ختموي، چې د ټولنې په زيان وي.

ټولو په دې هوكړه وكړه، چې نور به د ښځو ولور ۲۵۰ زره افغانۍ وي.

په بدو كې به نجونه، نه وركول کېږي او ترڅنګ به د مړو په جنازو او نورو مراسمو كې هم د دې جرګې پريكړې عملي كيږي، پر همدې مهال په سيمه كې د هر ډول نشه يي توكو په كارولو او خرڅلاو هم بنديز ولګول شو.

د نورو په استازيتوب د سيمې ديني عالم مولوى عبدالرحيم بلالي وويل: (( په ټولنه کې ځینې رواج شوې دودونه کومې اسلامې او شریعې ریښې نه لرې، چې له یوې خوا د اسلامې اصولو څخه سرغړونه ده او بل سراسر د خلکوپه زیان دې. نو په دې اساس د ښځو ولور به دوه سوه پنځوس زره افغانۍ وي او په بدوكې به نجونه، نه وركول کيږي.))

د سيمې خلكو د دې پريكړې ملاتړ وكړ اوله مشرانويې وغوښتل چې د عملي كولو لپاره دې په هرسيمه كې استازي وټاكي، يوتن قومي مشرحاجي نورالدوله وويل، چې اوس د نورو ناوړه رواجونو ترڅنګ د يوه واده لګښت تر يوميليون افغانيو رسيدلى، كه دا پريكړې عملي نه شي نو د وخت په تيريدوسره به يې بيا مخنيوى ډېرګران وي.


(( ډیر کورني تاوتریخوالي او بدنامۍ هم د لوړ ولور له امله دي. داسې تړونونه به ټولنه به له بدبختۍ وژغوري. موږ د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې پیل کړې او د دې قومي مشرانو او دینی عالمانو د پريکړو ملاتړ کوو.))

د ډېر ولور او بي ځايه لګښتونو له امله ډېرخوستي ځوانان اړكيږي، چې د پيسو ګټلو په موخه عربي او نورو هيوادونو ته سفر وكړي او هلته د ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.

په دې اړه د متون قوم دوه تنه ځوانان روف اکبرزى او محمد کريم امين وايي: ((په دې تړون سره به په ټولنه کې دا اوسنۍ ډيرې بدبختی کمې شې او هغه ځوانان، چې د واده عمر ته رسیږي وړاندې له واده د خپلې ځوانۍ ډير خواږه کلونه په عربې او نورو هیوادونو کې د ولور د پیدا کولو لپاره په سفر تیروې په اسانی سره ولور پوره کړې.))

که څوک له دې تړون سرغړونه وکړي پر وړاندې به يې څه ډول اقدام کيږي، په اړه يې مولوي بلالي وايي، چې كه له دې وروسته څوك دا پريكړې عملي نه كړي نو قوم به د هغه كورنۍ د مړو جنازه نه كوي، او په قوم به هم شړل كيږي.

د يادونې ده، چې له دې وړاندې د خوست په صبريو، لګڼو او دوه منده ولسواليو او ګاونډي پکتيکا ولايت كې هم ورته تړونونه شوي او تر ډېره بريده عملي شوي هم دي.
XS
SM
MD
LG