د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود: د شناختي کارډ تر لاسه کوونکو ستونزې


په جمرود کې خلک د شناختي کارډ د اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ دي
په جمرود کې خلک د شناختي کارډ د اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ دي
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی
- د قبایلي سیمې خیبر د جمرود او باړې اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې د پاکستاني وګړو د پېژندګلوۍ د کارډونو (شناختي کارډ) د تر لاسه کولو لپاره ډېرې ستونزې ګالي.

دوی وایي، د نادرا (هغه اداره چې دا کارډونه ورکوي) کار کوونکي بې ځایه ځوروي او بډې، رشوتونه ترې اخلي.

دا خلک وايي، دوی چې بیا شناختي کارډ و نه لري نو په پېښور او د هیواد په نورو برخو کې یې پولیس هم ځوروي.

د جمرود یو اوسېدونکی وقار اپریدی وايي، (( له یوې نیمې میاشتې دلته راځم. په کتارونو کې ولاړ یم خو کار مې نه کېږي. ورځې وړاندې په پېښور کې پولیسو د شناختي کارډ د نشتوالي له امله ډېر تنګ کړم.))

په داسې حال کې چې په باړې کې د اورپکو پر ضد پوځي عملیات روان دي، او هلته د نادرا دفتر تړل شوی دی نو اوس د باړې اوسېدونکي هم له جمروده خپل د پېژندګلوۍ کارډ جوړوي.

د باړې اوسېدونکی یو کس، حلیم خان وايي، ((موږ په ډېر تکلیف دلته راشو خو د نادرا کارکوونکي مې کار نه کوي، او [له ما] بې ځایه غوښتنې کوي.))

د جمرود یو اوسېدونکی فضل امین وايي: ((د نادرا کار کوونکي ځايي خلکو ته بلا وجه ووايي چې ستاسو کارډونه بند شوي دي او بیا چې روپۍ ورکړې نو ورته ووايي چې اوس خلاص شول. [له] ما سره ثبوت شته، تېره ورځ یې د غونډۍ سیمې [له] زېب خانه ۳۰ زره روپۍ اخیستې دي.))

د جمرود او باړې د خلکو د شناختي کارډونو په تر لاسه کولو کې د ستونزو په اړه، مشال راډیو په پېښور کې د نادرا له یوه چارواکي جمشېد خان سره اړیکی وکړ.

جمشېد خان وايي: ((دا خو مالومه خبره ده چې دلته د اېجنټانو یوه ډله شته ده او موږ به د دواړو طرفونو صورتحال ګورو.))

دی زیاتوي، د حقیقت تر مالومولو وروسته به نادرا د خپلو کارکوونکو پر ضد ګام اخلي او د خلکو د شناختي کارډ ستونزه به ژر هواره کړي.
XS
SM
MD
LG