د لاسرسي ځای

په خیبر پښتونخوا کې د کلتور او فن بیا رغاونه


د صوبې د اطلاعاتو وزیر مشال راډیو ته ویلي، دوی به د فن و کلتور د بیا رغاونې لپاره پوره کار کوي

د صوبې د اطلاعاتو وزیر مشال راډیو ته ویلي، دوی به د فن و کلتور د بیا رغاونې لپاره پوره کار کوي

غلام غوث، مشال راډیو

پېښور
- د خیبر پښتونخوا حکومت په پښتنو اتلانو د سټېج ډرامو د جوړولو پرېکړه کړې ده او د دې تر څنګ د ناروغو هنر مندانو د علاج لپاره هم د سټېج ډرامو لړۍ پیلوي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په دې ترځ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، پښتون نومیالی هنر مند طارق شان د تور ژیړي ښکار دی او سمدستي مالي مرستې ته اړتیا لري.

دی وايي، حکومت تابیا کړې ده چې د نومبر په ۲۲مه به د پېښور په نښتر هال کې خیریه پروګرام وکړي.

د افتخار حسین په خبره، په دې پروګرام کې هنرمندان په وړیا توګه ګډون کولای شي خو شتمن خلک باید له پیسو سره پروګرام ته راشي چې د طارق شان د درملنې لپاره پیسې جمع کړل شي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال میا افتخار حسین زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت به د پښتنو اتلانو لکه پیر روښان، رحمان بابا، خوشال خان خټک او باچا خان په ژوند سټېج ډرامې جوړوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تعلیمي نصاب کې د پښتنو اتلانو ژوند لیکونو ته مناسب ځای نه دی ورکړل شوی، دا ولې؟

افتخار حسین وویل، د پاکستان مرکزي حکومت تر دې مخکې دې ته پاملرنه نه وه کړې خو اوس چې د اتلسم اییني ترمیم تر مخې واک د دوی لاس ته ورغلی دی نو دوی په دې کار لاس پورې کړی دی.

دا چې آخر ولې پښتانه هنر مندان پیسې نه لري او نېستمن دي؟ سندر غاړی خیال محمد وايي، دوی په هر حالت کې فن ته غاړه ورکړې ده او چې هر کله موقع راغلې ده نو بې له پیسو یې د فن او هنر خدمت کړی دی.

خیال محمد وايي، د پښتنو یو شعر دی چې (یار له کوڅې تېر کړه --- خوند یې واخله، رنګ یې هېر کړه) نو داسې نه ده په کار. ځکه چې که په هر کس کې مینه، محبت وي نو فنکار ته به د فن په نظر هم ښه ګوري او د انسانیت په لاره به هم ورته ښه ګوري.

پښتنو هنر مندانو ته په سیمه کې ترهګرۍ هم ډېر تاوان رسولی دی. په دې اړه اداکار او د خیبر پښتونخوا د آرټ اېنډ ایکویټي د ادارې مشر فخر الدین دراني مشال راډیو ته وویل، د ترهګرو د ګواښونو له کبله د ډېرو فنکارانوصحت د رواني (نفسیاتي) فشار له کبله خراب شو.

درانی وايي، ډېرو فنکارانو له خپل کاره هم لاس واخیست، لکه عالمزېب مجاهد په ملایشیا کې ټیکسي چلوي. او سید رحمان شینو تر مودې په خپل کور کې بندي وو.

یوې فنکارې، مینه شمس، مشال راډیو ته وویل، د موجوده صوبايي حکومت کلتوري هلو ځلو ته د پام لرنې له کبله اوس د هنر مندانو د کار لپاره حالات ښه شوي دي.
XS
SM
MD
LG