د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې استادان د نه خوړلو هړتال کوي


د بلوچستان له ۳۰ ضلعو راغلي استادان د نه خوړلو په کیمپ کې.
د بلوچستان له ۳۰ ضلعو راغلي استادان د نه خوړلو په کیمپ کې.
نیاز موسا خېل، مشال راډیو


کوټه
- د پاکستان په بلوچستان کې استادان وايي، دوی بېلا بېلې ستونزې لري خو حکومت یې د هواري لپاره هیڅ ګام نه اخلي؛ نو ځکه دوی مجبوره شوي دي چې د نه خوړلو پر احتجاج لاس پورې کړي.

ورځې مخکې، استادانو احتجاجي لاریونونه هم کړي ول او په کوټه کې د بلوچستان اعلا وزیر نواب اسلم رییساني د کور مخې ته یې د ناستې کولو هڅه هم کړې وه. خو پولیسو دوی د اعلا وزیر کور مخې ته پرېنښودل.

د استادانو د ټولنې یوه مشر محمد عارف ناصر مشال راډیو ته ویلي: (( یو څو میاشتې مخکې موږ د خپلو غوښتنو په لړ کې احتجاج کړی وو. بیا د [اعلا وزیر] او صوبايي وزیر تعلیم په مشرۍ کې یوې کمېټۍ له موږ سره خبرې اترې وکړې، په هغو کې دوی زموږ ټولې غوښتنې جایزې او مثبته وبللې او قول یې وکړ چې په ورځو کې به په باقاعده توګه زموږ د ستونزو او غوښتنلیک لپاره یو نوټي فیکیشن [خپور] کړي. خو پینځه میاشتې وشوې، حکومت خپله وعده او پیمان پوره نه کړ.))

محمد عارف وايي، د حکومتي رویې له وجې استادانو اوس د نه خوړلو په احتجاح لاس پورې کړی دی او دا مهال ۹۶ استادان د نه خوړلو پر احتجاج بوخت دی.

دا ټول استادان د بلوچستان له ۳۰ ضلعو راغلي دي.

د استادانو د ټولنې یو بل مشر، نصیب الله علیزی وايي، تر هغې چې د دوی غوښتنې نه متل کېږي، د دوی احتجاج به روان وي.

اوس به د نومبر له ۲۱مې به په ټولو ۳۰ ضلعو کې احتجاجي لاریونونه تر سره کېږي، او استادان به پخپله زندان ته د تګ احتجاج کوي.

دی وايي: ((نن د څلورو استادانو حالت د نه خوړلو له کبله خراب شو. ځکه دوی روغتونونو ته وړل شوي دي. او یو [تر] درملنې وروسته بیرته په احتجاج کې شریک شوي دي.))

د استادانو د غوښتنو په اړه ورځې مخکې د حکومتي کمېټۍ غړي او صوبايي وزیر اسماعیل ګجر مشال راډیو ته ویلي ول، د دوی په فکر د استادانو غوښتنې جایزې دي، نو ځکه به دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره یې د هواري لپاره جدي او کوټلي ګامونه واخلي.

مشال راډیو، بیا هڅه وکړه چې د تعلیم د وزارت له چارواکو سره اړیکي ټینګ کړي، خو بریالۍ نشوه.
XS
SM
MD
LG