د لاسرسي ځای

په خپله خاوره د امن په خاطر له هرچا سره کېنو .هوتي


د پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي

د پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي ویلي هغه وسله وال چې وسله وغورځوي نو د امن لپاره ورسره خبرو ته تیار دي.

دا خبري تېره ورځ نوموړي د لکي مروت ضلعې ته د خپلې دورې پر مهال کړېدي.

په خبرو کې نوموړي زیاته کړه.” موږ د باچاخان پیروکاران د امن په لار روان یو.نن هم زموږ خلک پردیو غولولي دي.د هغوی له لاسه زموږ جومات،زموږ جنازه خوندي نه ده.نن که هغوی لار ته راځي او که هغه هرڅوک دي.که تور دی او که سپین نو د خپل وطن د امن په خاطر مو ورونه ورته پرانیستي دي او خبرو ته ورسره تیار یو.٬٬

وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي غونډې ته د وینا په مهال وویل چې د پاکستان له وفاقي حکومت څخه د پښتونخوا صوبې د بجلۍ د ګټې ۱۱۰ اربه روپۍ د ورکولو ژمنه پوره شوېده.چې دده په خبره لومړۍ قسط ۳۵ اربه روپۍ او دویم قسط ۲۵ اربه روپۍ له وفاق څخه ورته ملاو شوېدې.او راتلونکې پيسې به په راتلونکو دوو کلونو کې ورته ورکړل شي.

هغه وویل چې په سوات او چترال کې صوبايي حکومت د بجلۍ پيداکولو په نویو منصوبو کار کوي.نوموړي وویل د وصوبې په جنوبي برخو کې د ګېس او تېل لوی پيداوار کېږي چې په دې برخه کې به پښتونخوا ته ۱۵ اربه روپۍ رایلټي ملاوېږي.

د دوری پر مهال امیر حیدر خان هوتي د لکي مروت لپاره د نویو منصوبو اعلان هم وکړ. چې په دغه کې به یو ډګري کالج، کیډت کالج ، 15 کلومیټره اوږد سړک، یو پول او په سیمه کې به د اوبو نوې منصوبې جوړېږي.

خیبر پښتوخوا د پاکستان یوازنۍ صوبه ده چې د ترهګرۍ پېښو سخته ځپلې چې له دې څخه په سیمه کې د کارپوهانو په خبره تعلیمي هڅې او نور پرمختیايي کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.
XS
SM
MD
LG