د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د ډرون برید شپږ اورپکي وژلي


ډرون الوتکې د اورپکو ضد موثره وسله بلل کېږي
ډرون الوتکې د اورپکو ضد موثره وسله بلل کېږي
د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې امریکایي ډرون برید کې لږ تر لږه شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

دغه برید د شمالي وزیرستان د میرام شاه نه څه نا څه ۶۰ کلومیټره غربي لور ته د شوال تحصیل په بادام شاه سیمه کې ترسره شوی دی.

نن ماسپښین ناوخته د امریکایي ډرون الوتکو لخوا درې توغندي په شوال سیمه کې د اورپکو په یو پټنځای وداغل شو، چې د استخباراتي سرچینو په وینا پکې شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستان مطبوعات د وژل شوو اورپکو شمیره زیاته ښیي. دا په روانه میاشت کې په شمالي او جنوبي وزیرستان څلورم برید دی ، چې د وسلوالو طالبانو په پټنځایونو تر سره کېږي. په دغه اوسنیو ډرون بریدونو کې ۳۲ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG