د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاصوفي محمد درې زامن عدالت بې ګناه وګرځول


د ناقانونه تنظيم تحريکې نفاذې شريعت محمدي مشر مولاناصوفي محمد
د ناقانونه تنظيم تحريکې نفاذې شريعت محمدي مشر مولاناصوفي محمد

رپوټ : نيازاحمدخان سوات

په سوات کې دتره ګري ضد خصوصي عدالت د ناقانونه تنظيم تحريک نفاذې شريعت محمدي مشر مولاناصوفي محمد در ې زامن د تره ګرۍ په يوه مقدمه کې بې ګناه ګرځولي دي.

دغه مقدمه چې کپه ۲۰۰۸ م کال کې د سيدوشريف تاڼې کې پوليسو دمولانا صوفي محمد د زامنو خلاف درج کړې وه چې پکې دسرکاري چارواکو وژنه ،سرکاري ودانیو ورانونه اود بغاوت تور لګول شوی وو.د دغه مقدمې مختصره فيصله دسيدوشريف تره ګري مخنيوي خصوصي عدالت جج محمدعاصم امام جاري کړه.د هغه دریځ دا وو چې ددغه تورنو کسانو پر ضد حکومت پیاوړی ثبوت رانه وړ نو په دې وجه عدالت دغه درې واړه تنان عبدالله،فضل الله اوعبدالرحمان خوشي کوي.

دصوفي محمد په زامنو نور هم يو شمير د تره ګرۍ مقدمې ې روانې دي چې له کبله یې لا هم دوی په زندان کې دي.

ددغه فیصلې د اورېدو په اړه د سوات بار ايسوسيشن پخواني صدر فضل غفور وکيل مشال ريډيو ته وویل چې د پوليس لخوا عدالت ته د پاخه ثبوت نه وړاندې کولو له کبله هغوی خوشي شو او عام ولس هم له ویرې ګواهي ته نه حاضرېږي چې له وجې یې يو شمير د تره ګرۍ په تور نيول شوي تنان خوشي کيږي.
XS
SM
MD
LG