د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا : دسړک غاړې چاودنې اته کسان وژلي دوه ژوبل


تیرا د خیبر یوه ښکلې سیمه ده
تیرا د خیبر یوه ښکلې سیمه ده
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ

په خیبر ایجنسۍ کې بیګا د نهې په شپه خیبر ایجنسۍ کې په یو ګاډی د ریموټ کنټرول بمي چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژلي او ده نور یې ژوبل کړي دي.

د جمرود تحصیل مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد جمیل مشال ریډیو ته وویل چې پېښه د لرې پرتې سیمې تیراه کوکي خیل په سپوړۍ کلي کې رامنځ ته شوې.د هغوی په خبره مرګ ژوبله ولسي کسانو ته اوښتې.

د دغې پیښې په اړه د جمرود کوکی خیلو یو اوسیدونکی جهاد شاه اپریدی وایي چې(( په چاودنه کې د دوی خپلوان په نښه شویدي،او د حسن خیل کورنۍ پینځه کسان پکې مړه شويدي،او دخیال اکبر کورنۍ درې کسان پکې مړه او دوه نور ژوبل شوی دی، او میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دی. ))

جهادشاه وايي ، چاودنه هله شوې چې کله هغوی په یو ګاډي کې له تیراه نه جمرود ته راتلل. دده په خبره چې کوکي خیل اوړي په تیرا کې تېروي او په ژمي جمرود ته راځي.

د دغې پیښې پړه لا تر دې دمې چا په خپله غاړه نه ده اخیستې،

د تیرا کوکي خیل سیمه د جمرود بازار او پیښور نه په خوا وشا ۱۰۰ کلومیتره واټن د افغانستان پولې ته څیرمه پرته غریزه سیمه ده،چې د سرکار واک له ډېره وخته راهسیې پکې نیشته.

هلته یو شمیر ځایي وسلوالې ډلې او د طالبانو ځینې ډلې هم شتون لري،دغه وسلوالې ډلې په یو بل هم وسلوال بریدونه ترسره کوي او ځینې پر ځايي قامي لښکرو بریدونه هم کوي،خو د دغه پیښې د نوعیت په اړه لا تر دې دمې څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG