د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل: د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي روغتونونه غواړي.



سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د زابل ولايت د ليري پرتو سيمو او ولسواليو اوسېدونکي وايي په ولسواليو کې شته روغتونونه يي له ډېرې مودې را په دې خوا تړل شوي او دا مهال چې کله هم ناروغان کندهار يا پاکستان ته د درملني په موخه بيا يي نو د لارو د خرابوالي له امله يې ناروغان په نيمه لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حاجي محمد اکبر وايي چې په ولسوالۍ کې يې د اوسېدونکيو کسان شمېره ډېره زياته ده خو يوازې يو روغتون لري چې په هغه کې هم کافي درمل نه پيدا کېږي.

دلته مونږ هيڅ دوا نه لرو ، ولسواليو مي له څلورو نورو ولسواليو سره سرحدونه لري ، د خلکو عبور زيات دى خو شفاخانې نه شته .

د ياد ولايت يو بل تن اوسېدونکي محمد داوود بيا وايي چې د روغتونو د نه شتون له امله خلک مجبوره وي چې خپل ناروغان نورو ولايتونو او يا هم پاکستان ته بوزي خو ډېرى زابليان بيا پاکستان او نورو ولايتونو د تګ د پاره پيسي نه لري.

دى وايي په دې سربېره تر اوسه پورې دولتي چارواکيو د زابل ولسواليو ته پاملرنه نه ده کړې.
نه دلته شفا خانه لرو ، نه سړک لرو ، نه کلينيک شته او راته څوک د ولسوالۍ په نظر ګوري . په غرونو کې پرته يوه ولسوالۍ مو ده او ژوند پکې ډېر سخت دى

خو د زابل ولايت د عامي روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر زلمى سلطان بيا وايي چې دوى په هره ولسوالۍ کې د ولسواليو د وګړو له شمېرې سره سم روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي .
دده په خبره هغه ولسواليو چې کم روغتيايي مرکزونه لري اوسېدونکي يې هم کم دي.

مونږ په زابل ولايت يو ( پي ايچ ) او يو ( ډي ايچ ) لرو او يوه ( بي ايچ سي ) هم لرو . مونږ چې په هره ولسوالۍ کې کلينيکونه جوړه وو نو د نفوسو شمېرې ته په کتو سره يي جوړوو .

د زابل ولايت په لري پرتو سيمو کې وخت نا وخت ځينې ناروغۍ خپرېږي چې د روغتيايي مرکزونه د نه شتون له امله ډېر خلک پرې اخته کېږي.

څه موده وړاندې هم ددغه ولايت په اټغر او ځينو نورو ولسواليو کې د وبا ناروغي خپره شوې وه چې سلګونه تنه پرې اخته او يو شمېر وژلي هم وو .
XS
SM
MD
LG