د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: درې ځانمرګي او دوه پولیس ووژل شو


برید کونکو هغه وخت په یو ګاډي کی ځان والوځو لو کله چې پولیس د دوي د ودرولو هڅه کوله.

په دې برید کې د دوو پولیس والو په ګډون دري واړه ځانمرګي وژل شوي.

د سند صوبې د دداخله چارو وزیر منظور وسان په خبره پېښه وروستو له هغې مخې ته راغله کله چې پولیسو د سېلګرۍ سېمه سي ویو کې د ویلج هوټل سره نزدې یو ګاړي ته د ودریدو اشاره وکړه .

،،درې واړه ترهګر په یو ګاړي کې ناست و، پولیسو هغوي ته د ودریدو وویل ،خو هغوي خپل ګاړی ونه درولو ـ بیا پولیس په هغو پسې ورپسې شول او چې کله هغوي دې ځايې ته راورسیدل نو یو تن چې په ځان پورې یې بارود تړلي و،ځان والوزاوه او دا پېښه رامنځته شوه ،،

منظور وسان دا ځانمرګې حمله وبلله او زیاته یې کړه چې په یاده پېښه کې دوه پولیس سرتیري او څلور مبینه ترهګر وژل شوي دي ـ

د پېښې روستو د سند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شا د پېښې په ځاي کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو لخوا په سهي وخت د ګام اوچتولو په برکت کراچۍ ښار د ترهګرو د لویې حملې څخه وژغورل شو ـ هغه په پېښه کې د وژل شویو پولیس سرتیرو لپاره شل شل لاکه روپي نقده مرسته هم اعلان کړه ـ

د سند صوبې ایډشنل آی جي مشتاق شا رسنیو ته ویلي چې پولیسو ته وار دمخه د ترهګرو بریدونو په اړه مالومات ترلاسه شوي وو.

،، موږ ته وار د مخه داسې خبرونه لاس ته راغلي و ، چې ترهګر د ګاړي په ذریعه حمله کول غواړي ـ په دې موخه ټول ښار کې امنیتي چارواکو ته د بیداره اوسېدو ویل شوي و، چې کله ترهګرو ته پولیسو د ودریدو وویل نو هغوي په پولیسو ډزې وکړې او بیا هغوي کې یو تن پخپله ځان والوزولو چې له امله یې دهغه درې ملګري او دوه پولیس والا ووژل شو،،

د مشتاق شا په خبره ترهګرو په عبدالله غازي زیارت او یا هم په بل کوم ولسي ځاي د حملې نیت لرلو ـ

د کلفټن پولیسو مشر طارق داریجو ویلي چې د پېښې په حقله پولیسو ته شواهد په لاس ورغلي او پلټنې یې شورو کړي دي ـ

د پولیسو په وینا وژل شوو کسانو کې ددوه کسانو مړي ټوټې ټوټې او د پاتې دوو کسانو مړي روغ رمټ دي.

د یادونې وړ ده چې ډیفنس د کراچۍ ښار شتمنه اوکلکه امنیتي سېمه ده ـ څومیاشتې مخکې په همدې سېمه کې د سي ايي ډي پولیسو د یو مشر چودري اسلم په کور برید شوی و چې مرګ ژوبله یې اړولی وه.

په کراچۍ ښار کې مخکې هم ځانمرګي بریدونه شوي چې په مذهبي ګوندونو او د صوفیانو په مزارونو بریدونه پکې شامل دي
XS
SM
MD
LG