د لاسرسي ځای


ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس دافغان میرمنو په ژوند د یو ډاکومینټري فلم کیسه په یورپورټ کې راخیستې ده . په دې فلم کې دیوې میرمنې په اړه معلومات ورکول کیږي چې پرې تیری شوی او بیا هم له دولسو کلونو راهیسې په زندان کې ده . دیوې بلې میرمنې په اړه هم معلومات ورکول کیږي چې دخپل میړه د ناوړه سلوک نه زندات ته یې پنا وړې ده .

دواړه میرمنې وايي دوی خپلې کیسې کول غواړي خو ددوی د ناوړه حالت په اړه جوړ شوی یو فلم لا تراوسه نه دی خپور شوی ، ددې نه دا خبره جوتیږي چې نړیواله ټولنه دافغان میرمنو د حقونو لپاره څومره ژمنه ده چې مبارزه وکړي.

دافغان میرمنو په اړه دا فلم چې ( انصاف ـ او په زندان کې افغان میرمنې ) نومیږي داروپايي ټولنې په هڅو جوړ شوی خو اوس دغې ټولنې پریکړه کړې ده چې دا فلم به نه خپروي.

نوموړې ټولنه وايي که دافلم خپور شي نو هغه دوه میرمنې چې په دې فلم کې یې خپلې کیسې کړي د ستونزو سره مخامخیدای شي.

خو کره کتونکي پر اروپايي ټولنې نیوکه کوي او وايي دفلم د نه خپریدو ترشا سیاسي لامونه هم لیدل کیږي او دوی له دې ویرې چې د افغانستان د حکومت سره به یې اړیکې خرابې شي دمیرمنو د حقونو په اړه د یوې پروژې مخ نیوی کوي.

ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس لیکي په دې فلم کې د افغان میرمنو په اړه زړه بوګنونکي کیسې پرتې دي، د بیلګې په ډول یوه نولس کلنه میرمن وايي خپل تربور پرې جنسي تیری وکړ اوهغې حمل واخیست ، خو هغې سره یې واده ونه کړاو په دې تور چې له نکاح پرته چاسره نږدې شوې ورته د دولسو کلونو سزا واورول شوه . دغه میرمن وايي تربور یې قاضي ته پیسې ورکړې او قاضي له هغې وغوښتل چې که دخپل تربورسره واده ته رضا وي نو له زندان نه د وتلو امر به یې صادر کړي ، خو هغې دا ونه منله ، په زندان کې یې لور پیدا شوه او اوس هوډ لري چې خپله لور همدلته په زندان کې لویه کړي.

دافغانستان لپاره د بشري حقونو د څار د ادارې یوه مسووله هیتر بار وايي دا ډول پېښې اوس په افغانستان کې دمعمول برخه ګرځیدلي دي.

اژانس لیکي نه یوازې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال بلکه په هر پړاو کې میرمنې په افغانستان کې د ستونزو سره مې شوي ، تل پري سړیو واکمني کړې او دمیرمنو قانوني او مذهبي حقونه هم عملا له پامه غورځول شوي دي.

ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس دملګرو ملتونو د یو رپورټ په حواله لیکي په افغانستان کې د درې سوه نه نیولې ار څلور سوه قیدي میرمنوکې نیمايي یې داسې دي چې داخلاقي جرمونو په نوم زندان ته اچول شوي . پرې تور دی چې دواده نه پرته یې جنسي نږدې والی کړی او یاهم دخپل میړه نه تښتیدلې ده .

اژانس د هیتر بار په حواله لیکي په دوه زره یو کال کې دنوي حکومت د پیل پرمهال افغان میرمنو سره ډیرې زیاتې ژمنې شوې وې چې اوسني حالات د هغو ژمنو سره په ټکر کې دي.

داروپايي ټولنې په لګښت په جوړ شوي دغه مستند فلم کې د یوې بلې شپږ ویشت کلنې میرمنې کیسه را اخیستل شوې چې وايي میړه به یې هر وخت وهله ټکوله نو هغه د یو بل کس سره چې دې ورسره مینه درلوده وتښتیده ، خو کله یې هم ورسره جنسی اړیکې نه وې ټینګې کړې. خو د بدلمنۍ په تور ونیول شوه او ورته سزا ورکړل شوه .

اژانس لیکي چې اروپايي ټولنې د دوه زره لسم کال په پای کې دا فلم جوړ کړی و او موخه یې دا وه چې دافغان میرمنو د ژوند انځور وړاندې کړي.

ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس لیکي ددې مستند فلم په جوړیدو اویا زره یورو یا څه کم یو لک ډالره مصرف راغلی دی.

خو اوس اروپايي ټولنه ددې فلم د خپریدو نه په شا شوې او دوه دلایل وړاندې کوي لومړی دا چې په فلم کې غږیدونکې میرمنې د ستونزو سره مخامخیدای شي اوبله دا چې دافغانستان په حکومت کې دننه ستونزې جوړولی شي.
XS
SM
MD
LG