د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال رېډیو له برکته پلوشه د ښوونځي شوه


افغانستان: د مشال ریډيو تر رپوټ مخکې پلوشې په جلال آباد ښار کې د خلکو څپلۍ او بوټان پالشول خو یو موسیسې دا رپوټ اورېدلی وو اوس یې په ښوونځي کې داخله کړېده
افغانستان: د مشال ریډيو تر رپوټ مخکې پلوشې په جلال آباد ښار کې د خلکو څپلۍ او بوټان پالشول خو یو موسیسې دا رپوټ اورېدلی وو اوس یې په ښوونځي کې داخله کړېده


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: د پلوشې په نوم يوه دولس کلنه جينى چې د جلال اباد ښار په واټونو کې به يې د بوټ پالش کار کولو، د مشال ريډيو سره د مرکې له برکته يې د بوټ پالش کار ته خاتمه ورکړې او په ښوونځي کې په زده کړو بوخته شوې.

پلوشه چې د کونډې مور، دوه ماشومانو وروڼو او يوې کشرې خور يوازينى سرپرسته ده، د جلال اباد ښار د هډې فارم د کډوالو په کيمپ کې اوسيږي.

د پلوشې مور مشال ريډيو سره په خبرو کې د خپلې بې وزلى کيسه راته څه دا رنګې کوي،

پلوشه اوس د خپل ښوونځي په ټولګي کې په زدکړو بوخته ده.
پلوشه اوس د خپل ښوونځي په ټولګي کې په زدکړو بوخته ده.
(( ميړه مې مړ شوى، کونډه يم، واړه واړه يتيمانان بچي را غاړې دي. دغه دولس کلنه لور مې وه، تير کال چې خاوند ومړ نو دې به کله په جلال اباد ښار کې بولانې خرڅوله او کله به يې د بوټ پالش کار کولو. يوې موسسې کابل ته وغوښتو، راته يې وويل چې موږ درسره مرسته کوو، خو شرط يې راته دا کيښودو چې په لور به مې نور د د بوټ پالش کار نه کوم او په مکتب کې به اچوم. له هماغې راهيسې مې لور د پالشي کار نه منع کړې، په مکتب کې مې اچولې او خپل سبق وايي))
دا چې موسسې څنګه پلوشه پيدا کړه او څومره مرسته يې ورسره وکړه پخپله پلوشه يې راته وايي.

(( مخکې مې د بوټ پالش کار کولو، خو تاسو چې راسره د مشال راډيو لپاره مرکه کړې وه، هغه په کابل کې د کومې موسسې والا اوريدلې وه. تاسو نه يې زموږ د موبايل نمبر غوښتى و. د روژې په مياشت کې يې موږ ته ټيلفون وکړو، کابل ته يې وغوښتو. ديارلس نيم زره افغانى يې موږ ته نغدې راکړې او يوه کتابچه يې راته جوړه کړه چې هره مياشت کې به څلورنيم زره افغانى راکوي. اوس مې مور په مکتب کې اچولې يم او د بوټ پالش سامان مې ايسته غورځولى دى.))

پلوشه له خپلو نورو ټولګيوالو سره په زدکړه بوخته ده.
پلوشه له خپلو نورو ټولګيوالو سره په زدکړه بوخته ده.
د يادونې ده چې په مشال ريډيو کې د پلوشې مرکه د روان کال د اګست په اومه نيټه د پيښور په وخت لس بجې، ٢٧ مينټو او ديرش سکينډو خپره شوې وه. د مرکې له خپريدو نه مې څو ورځې وروسته د مشال ريډيو د مرکې لينک او د پلوشې تصوير فيسبوک ته پورته کړو چې هغې په کې د جلال اباد ښار په يوه چوک کې بوټان پالش کول. په دوه درې ورځوکې دا لينک زرګونو کسانو ته تللى و په سلګونو کسانو پرې تبصرې ليکلې وې او هر چا خپله همدردي ښودلې وه. خو په تبصرو کې يوه ځوان داسې هم ليکلي وو:

)) د دوى خيريه اداره چې افغان بنسټ نوميږي او مولوي وکيل احمد متوکل يې مشري کوي، د کونډو او يتيمانو سره اوږدمهاله مرستې کوي، که زموږ د دفتر د موبايل نمبر ورکړې، کيداى شي چې دا بې وزله کورنى په نسبي توګه يو څه بسيا شي))

د افغان بنسټ د موبايل نمبر مې د پلوشې تر کوره ورسولو او چې څو ورځې وروسته راته پلوشې ټيلفون وکړ ويل يې چې موسسې ورته د اوږدمهاله مرستو کتابچه جوړه کړې، د بوټ پالش له کاره يې منع کړې او اوس يې مور په ښوونځي شامله کړې ده.
XS
SM
MD
LG