د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویې جرګې ته د ولسمشر کرزي وینا


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې په پرانستونکې وینا کې وویل چې ل امریکا سره ستراتیزیک تړون د افغانستان په ګټه دی.۱۶ نومبر ۲۰۱۱ م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې په پرانستونکې وینا کې وویل چې ل امریکا سره ستراتیزیک تړون د افغانستان په ګټه دی.۱۶ نومبر ۲۰۱۱ م کال

له امریکا سره ستراتیژيک تړون

ګرانو خویندو او وروڼو موږ له امریکا سره د زمري غوندې یو ستراتیژیک تړون کولو ته حاضر یو ،زمري په خپل کور کې له یوه بېګانه یا پردي څخه خار خوري،زمری دا نه خوښوي چې پردی یې کور ته ننوځي،زمری دا نه خوښوي چې د شپې مهال یې بچیان بل څوک پورته کړي.زمری هیڅکله دا نشي زغملای.زمری د خپل ځان په وړاندې موازي اداره هیڅکله نشي منلای.

زمری پاچا وي او په خپله خاوره په خپله واکمني کوي.زموږ پر خاوره باید د افغانانو ژوند باثابت او سالم وي.نو په داسې صورت کې موږ حاضر یو چې له امریکا سره یو ستراتیژیک تړون ته ورسېږو.

که هغوی زموږ په خاوره پوځي تنصیبات غواړي ورکوویې، خو په دې برخه کې د افغانستان لرلید او وجود باید سالم او کوټلي وي او هغه څه شی دی؟په کور دننه: که یې درته ووایم،نو هغه دا دی چې زموږ په کورنیو چارو کې به هیڅ غرض نه لري.موږ پوهېږو ،زموږ عنعنات پوهېږي ،زموږ دین پوهېږي.زموږ د ژوند ټول دودونه او دستورونه په دې به هیڅ غرض نه لري.

د افغانستان له لروبر څخه ۲۰۰۰ استازي په لویه جرګه کې برخه لري.
د افغانستان له لروبر څخه ۲۰۰۰ استازي په لویه جرګه کې برخه لري.
د افغانستان د ملي ګټو لپاره یو بل مهم اساس دا دی چې بهرنیان باید په دې پوه شي چې موږ له خپلو ګاونډیانو سره نیک تعلقات ساتل غواړو.په داسې حال کې چې له امریکا او غرب سره یو تړون کوو نو په عین حال کې له چین سره هم دوستي غواړو او دوام ورکوو.همدا راز له روس سره هم دوامداره دوستي غواړو.ایران او پاکستان خو مو خپل ځیګري ګاونډيان او دوستان دي.او له زړه سره مو تړلي دي او په هر قیمت چې وي اړیکي به ورسره ساتو.خپلو ګاونډيانو ته دا ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف نه استعمالېږي.همدا د افغانستان شرطونه دي.د همدې شرایطونو لاندې افغانستان حاضر دی چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون له خیره لاسلیک کړي.

د ستراتیژيک تړون ګټې

په دې تړون سره به زموږ هیواد ته پیسې راشي،زموږ سربازان به را وروزي.پولیس به راته وروزي.د زمریانو ددې خاورې ټیکاو او ثبات به راته سم او پرځای کړي.زمری خو دومره اوزګار نه دی چې دلته هلته منډې رامنډې کړي.له لویدیځه ،امریکې او نور هیوادونو څخه به زموږ هیواد ته مرستې راشي.

د افغانستان شرایط

ګرانو خویندو او وروڼو نن ورځ مو او تاسو له یوه ځلانده او روڼ ذهن سره تاسو ته په لنډو ټکیو کې سپینول غواړم چې افغانستان له امریکا او نورو هیوادونو سره سترایتژیک تړون لاسلیکولو ته حاضر دی خو په دې شرط چې د افغانستان په خیر تمام شي.

دا هرڅه ددې لپاره کول غواړو چې د خپلو ماشومانو ژوند او راتلونکې بهتر کړو.زمو بچیان باید ددې جوګه شي چې د خپلې خاورې د خپل محیط او د خپل کور د خپل ښوونځي او د خپل تعلیم په خپلړ مټو خدمت وکړي.

او د همدې موخې لپاره چې موږ ورته ضرورت لرو موږ له نړۍ سره په رابطه کې یو او دا برحقه رابطه ده.

د لویې جرګې استازي د افغانستان ملي ترانه اوري
د لویې جرګې استازي د افغانستان ملي ترانه اوري
له نړۍ سره مو د ستراتیژيک تړون پیمانه دا ده چې سربازان مو راته وروزي ،خو دا هر څه به زموږ په شرایطو پورې تړلي وي.شرایط مو دا دي، چې زموږ ملي حاکیمیت به خوندي وي.زموږ د کورونو تلاشي به نه کېږي.د افغانستان خلک به په خپله خاوره نه بندیان کېږي.زموږ په خاروه به د پریدیو زندان نه وي .دا حق زموږ دی.موږ په خپله خاوره کې خپل زندانونه لرو،د عدلیې وزارت لرو ،د کورونو چارو وزارت لرو.دا حق زموږ دی چې یو څوک بندي کړو.

نو که زمو ږ په شرایطو راسره ستراتیژيک تړون کول غواړي نو حاضر یو.


د سولې بهیر

راځو د سولې پروسې ته ،استاد ګرامي (برهان الدین رباني) شهید سو.د سولې په لاره کې شهید سو.هغه څوک چې موږ ته د سولې په نامه راغلی ،هغه ځانوژونکی وو،او استاد ورغلی له ځانمرګي سره کښېنستی.د سولې په امید.هغه ظالم دې سپین ږیري د وطن ته عالم د دین ته ،مجاهید ته چې ناست وو ستاسو سره یې سوله کوله خو هغوی استاد شهید کړی.ډېره لویه صدمه یې موږ ته ورسوله.هم زموږ پیاوړي شخصیت ته او هم دا اعتماد ته چې موږ سولې ته لرلی او دا آرزو چې موږ د سولې لپاره درلوده دا یې صدمه داره کړه.تاواني یې کړه.

خو د سولې آرزو ، د سولې ضرورت زموږ ددې ملت پرځای غوښتنه ده.دا ورکه نه دی.افغانان سوله غواړي او بې له شکه یې غواړي.په ټول افغانستان کې یې غواړي .دا چې دا سوله څنګه وکړو.په څه ترتیب یې پرمخ بوځو ،له چا سره خبرې وکړو ،له طالبانو سره خبرې وکړو ،که له ګاونډي هیواد ،ورور هیواد پاکستان سره یې وکړو.؟

ولسمشر حامید کرزی او د هغه مرسیتال فهیم قسیم، او حضرت صبغت الله مجدي چې څنګ ته یې عبدالرب رسول سیف ناست دی.د لویې جرګې تالار
ولسمشر حامید کرزی او د هغه مرسیتال فهیم قسیم، او حضرت صبغت الله مجدي چې څنګ ته یې عبدالرب رسول سیف ناست دی.د لویې جرګې تالار
نو تاسو د افغانستان د ولس استازي په دې اړه مشوره راکولای شی.دا ستاسو صلاحیت دی په حقیقت کې.چې د افغانستان دولت ته مشرانو ته یې تاسو هدایت وکړی چې زموږ له نظره د سولې بهیر باید په دغه ترتیب پر مخ باندې ولاړ شي.او دې بهیر ته بیا کتنه وکړو چې دا کار څنګه باید وشي.او ستاسو چې څه مشوره وي موږ به په هغه ترتیب اقدام کوو.

په دا پنځو ورځو کې چې تاسو موږ ته خپلې مشورې راکوی تر هغو به موږ له خپلو دوستانو او ګاونډیانو سره هم د سولې په باب خبرې کوو.په دې برخه کې ترکي هم له موږ سره ډېره مرسته کړېده.چې موږ یې باید مننه وکړو.له موږ سره سعودي عرب هم مرسته کړې.خادم حرمین شریفین ډېره مرسته کړې. چې موږ یې باید مننه وکړو.او موږ د دغه دواړو هیوادونو مرستې ته ډېره اړتیا لرو.

امریکا او نور هیوادونه چې غواړي دا سوله راشي ،زموږ آرزو دا ده چې دا ډېر په شفافیت کې راسره وکړي.خو په دې هر څه کې اساس زموږ خپل ملي کوښښ دی.او زموږ کوښښ زموږ له ګاونډيانو سره په مرسته او دوستي کې دی.مننه
XS
SM
MD
LG