د لاسرسي ځای

لویه جرګه تر سخت امنیت لاندې پرانیستل شوه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته خپله پرانسیتونکې وینا کوي.۱۶ نومبر ۲۰۱۱

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته خپله پرانسیتونکې وینا کوي.۱۶ نومبر ۲۰۱۱

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دودیزه لویه جرګه د سختو امنیتي ګامونو په مینځ کې پرانیستل شوه،چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړي کولو پر ټکي راټوله ده.

ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته په خپله پرانسیتونکې وینا کې ومنله ، چې له امریکا سره په ستراتیژیک سند کې هغوې ترې په افغانستان کې د پوځي اسانتیاو یا تنصیباتو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د افغان دولت شرایط په ډاګه کړل.

نوموړي دغه سند د خپل هیواد په ګټه وباله ،”شرایط مو دا دي، چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو د کورونو تلاشي پرېږدي، موږ پر خپلو کورونو د شپې عملیات نه منو، قطعاً یې نه منو، په افغانستان کې د افغان ادارو سره د خارجیانو موازي ادارې نه منو. افغانستان پوهیږي او حکومت یې پوهیږي.″



نوموړی همداراز د ستراتیژیک سند لپار یو بل شرط دا یاد کړ، چې د ګاونډیو هیوادونو پر ضد به د افغانستان له خاورې ګټه نه اخیستل کیږي.

ټاکل شوې روانه دودیزه لویه جرګه چې پکې څه باندې ۲۰۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې د دې سند او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د لویې جرګې تر پیلېدو دوه ورځې مخکې وسلوالو طالبانو دړکه ورکړې چې د جرګې په برخوالو به بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG