د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده


د پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونس
د پښتو خوږژبې پنجابۍ سندرغاړې ستاره یونس

نجیب عامر- پراګ

۲۳ کلنه غنم رنګې ستاره یونس چې په پښتو ژبه په روانه سندرې وايي که چاته ونه وايي چې له اره پښتنه نه ده نو ښايي څوک به یې ونه مني ، ځکه چې هغې د پښتو موسیقۍ په میدان کې په لږه موده کې ډیر نوم پیداکړی دی.

ستاره وايي څلویښت کاله پخوا دهغې نیا اونیکه دپنجاب د سیال کوټ نه د روزګار په سلسله کې پېښورته راغلل او بیا هیڅ کله پنجاب ته ستانه نه شول. دوی په ځان پسې دپنجاب نه نورې ډیرې کورنۍ هم پېښور ته راولیږدولې.

دستاره یونس پلار استاذ یونس راهي دموسیقۍ غږولو له هنر سره تړلی وو ، همداوه چې خپله لوریې دسندرو ویلو ته تشویقه کړه.

ستاره وايي چې کله وړه وه نو دپلار نه به تښتیده او دموسیقۍ ریاض به یې نه کولو، خو نن چې هغه دشهرت په بام ولاړه ده دهغې مینه ناک پلار دتل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړي دي.

دمشال راډیو سره د خبرو پرمهال ستارې وویل چې په پښتو ژبه سمې خبرې نه شي کولی خو مکمله پښتو سندره په یو ساعت کې د فلم ، ټي وي او یاهم د ریډیو لپاره ریکارډوي، هغه زیاتوي چې اول دشاعر سره د سندرې په محتوا ښه ځان پوهوي او بیا ترهغې وروسته خپل کار پیلوي.

نوموړې وايي اکثره د ښځینه سندرغاړو او ایکټرانو په اړه مشهوره وي چې دوی له یو بل سره کینه لري او د یوبل شهرت نه شي زغملی خو دا وايي زه داسې نه کوم ، زما د نورو ښځینه هنرمندانو سره ښه تعلقات دي دنازیه اقبال ، وږمې او نورو سره تګ راتګ لرم او د هغوی د اواز مینه واله یم.

دمشال راډیو د یو اوریدونکي د پوښتنې په ځواب کې ستاره یونس وویل چې تراوسه یې واده نه دی کړی او په نږدې راتلونکي کې کومه اراده هم نه لري ځکه چې غواړي د پښتو موسیقۍ په دنیا کې نور هم نوم وځلوي .

نوموړې داهم وویل چې تراوسه یې دسندرو دوه پټې خپرې شوي ، خو په انفرادي ډول یې هم ډیرې سندرې ویلي چې په بیلا بیلو ټي وي چینلونو وخت په وخت خپریږي.

ستاره یونس نه مې وپوښتل ولې یې په دې وروستیو کې داسې سندره هم یو فلم ته ریکارډ کړه چې دا ورکې وايي ( خودکشه دماکه یمه ) هغې راته وویل : خلک همدا سندره ډیره خوښوي ، ما دفلم لپاره دا سندره وویله او خلکو ډیره خوښه کړه ، اوس که څوک پرې تنقید کوي نو زه څه ویلی شم .

هغې وویل خپلو مینه والو ته داپیغام ورکول غواړي چې مینه وکړۍ مینه ښه ده ، همدا پیغام ستاره یونس څه موده مخکې په یوه سندره کې هم خپلو مینه والو ته وړاندې کړی و.


ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده
ستاره یونس وايي : مینه وکړئ مینه ښه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG