د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې له طالبانو سره خبرې هغوی واکمنول دي"


دا هغه وسلوال طالبان دي چې د باجوړ ماشومان یې په کوچني اختر تېښتولي وو او اوس یې هم لوی شمېر له دوی سره یرغمال دي.
دا هغه وسلوال طالبان دي چې د باجوړ ماشومان یې په کوچني اختر تېښتولي وو او اوس یې هم لوی شمېر له دوی سره یرغمال دي.
پامیر ساحل - پراګ

په پاکستان کې د سپټمبر په ۲۹مه د ټولو ګوندونو غونډه وشوه. تر غونډې وروسته په خپور شوي پرېکړه لیک یا قرار داد کې ویل شوي ول چې سولې ته دې یوه موقع ورکړل شي او په قبایلي سیمو کې دې له مېشتو وسله والو سره خبرې وشي.

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو او په سوات کې له وسله والو طالبانو سره د سولې تړون کړی وو.

کار پوه خادم حسین لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي، تر هر داسې تړون وروسته وسله وال لا نور قوي شوي دي.

د خادم حسین له خبرې سره سم، همدا ولیدل شول او په سوات کې طالبان تر تړون وروسته لا نور پیاوړي شول او ځان یې د ملاکنډ نورو سیمو ته هم وغځاوه.

اوس د طالبانو د یوې ډلې د مشر حافظ ګل بهادر لخوا د جرګې تر ماتولو وروسته هم ایا د خبرو لار موجوده ده؟ ایا په دې صورتحال کې د سولې خبرې کېدای شي؟

په لاهور کې د چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري رضوي وايي، د خبرو اترو لارې خو تل خلاصې وي، خو د ده په خبره، دی د خبرو له عمله زیاتې هیلې نه لري.

((ګوره په اصولي توګه خو تاسې د خبرو لارې نه شئ تړلای، هغه خلاصې پرېږدئ. خو په عملي توګه خبرې هغه مهال ممکنې وي چې دواړه خواوې خبرې کول غواړي. خو که په هغو خواو کې یوه خبرې کول نه غواړي، یا تر خبرو وروسته بیل شي، یا تر تړون وروسته لارې بیلې کړي؛ نو له دې نورې مسلې زېږېږي چې له کبله یې کامیابي نشي کېدای. او همدا راز بیا د خبرو عمل یا بهیر هم پر مخ نه ځي. په داسې حال کې یا خو معاملې له پوځي لارې حل کېږي او یا هم هر څه پر یو ځای درېدلي پاتې شي. نو په اصولي توګه به د خبرو اترو لار موجوده وي. خو په عملي توګه زه دومره هیله من نه یم چې حکومت به په دې کې بریالی شي.))

په پېښور کې د چارو کار پوه، زبیر توروالي وايي، دی سولې ته د موقع ورکولو دې خبرې ته په دې نظر ګوري چې وسله والو ته دې یوه موقع ورکړل شي چې پاکستان تر خپل واک لاندې راولي:

دی زیاتوي، خبرې اترې له هغه چا سره کېدای شي چې تهذیب ولري،او د خبرو اترو په دود دستور پوه وي،او بل تر مذاکراتو له مخه دواړ فریقو ته پکار وي چې هغوی وسله وغورځوي،چې روغې ته لاره هواره شي.٬٬

که چېرې خبرې نه بریالۍ کېږي نو بیا ایا د پاکستان پوځ به د اورپکو پر ضد فیصله کن عملیات وکړي؟ داسې عملیات چې په کې ټولې اورپکې ډلې په نښه کړل شي؟

زبیر تور والي وايي، پاکستان نه غواړي چې د اورپکو پر ضد عملیات وکړي ځکه چې د دې هیواد پوځ په افغانستان کې د ستراتیژیکي ژورتیا پالیسي لري، د پاکستان له ارادې خو داسې ښکاري چې عملیات نه کول غواړي،او نه هم دا خلک ختمول غواړي ،هرچا ته پته ده چې پاکستان دا خلک په افغانستان کې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا لپاره استعمالوي.٬٬

پوهاند حسن عسکري وايي، په پاکستان کې مذهبي ډلې د دې اورپکو ملاتړ کوي. نو نه خو له خبرو نتیجه تر لاسه کېدای شي او نه هم ولس چې د مذهبي ډلو تر تاثیر لاندې دی، د فشار له کبله ښه پوځي کار روايي کېدای شي:

((ښکاره خبره ده چې د سولې خبرې به د پاکستان له اساسي قانون سره سمې کېږي. د پاکستان د دولت د وجود له لارې به خبرې کېږي، له هغې دباندې نشي کېدای. خو په پاکستان کې مسله دا ده چې ډېر خلک له دې وسله والو سره خوا خوږي لري. مذهبي ګوندونه دي چې د دوی ښکاره ملاتړ کوي. نو دوی چې په عوامي سطح پر حکومت فشار راوړي نو حکومت ورته وايي چې سمه ده د خبرو لار به خلاصه وي. او پر دې لار به ځو، خو دا لار مخکې نشي تللای. بل پلو پوځي کار روايي هم په بشپړ ډول نشي کولای چې د ولس فشار زیات دی او مذهبي ډلې د طالبانو او داسې ډلو په پاکستان کې ملاتړ کوي.))

په پاکستان کې له وسله والو طالبانو ډلو سره یو شمېر تړونونه شوي دي خو تر دې وروسته بیا دا تړونونه مات شوي او بیا پوځ مجبوره شوی دی چې عملیات وکړي. هلته امریکا هم په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې په شمالي وزیرستان کې دې د اورپکو ډلو پر ضد عملیات وکړي. اوس د حافظ ګل بهادر لخوا د جرګې تر ماتولو وروسته د خبرو یا عملیاتو د لارو پوښتنه بیا را ولاړه شوې ده. زبیر تور والي وايي، د دې ټولو مسلو حل یواځې داسې ممکن دی چې پاکستان خپله تګلاره بدله کړي.
XS
SM
MD
LG