د لاسرسي ځای

"د اټک پورې غاړه ترهګر، پښتونخوا او ټولې سیمې ته خطر دی"


د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر افراسیاب خټک

د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر افراسیاب خټک

د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر افراسیاب خټک وايي چې په پنجاب کې د ترهګرو پر وړاندې د سختو عملیاتو کولو ضرورت دی او پکار ده چې د پنجاب حکومت د ترهګرۍ په خلاف سیاسي اراده او جرات پيدا کړي .د ده په خبره دغه ترهګرې ډلې د ټولو قیایلي سیمو او پښتونخوا لپاره یوه لویه خطره ده.

په پېښور کې له یوې خبري غونډې نه وروسته افراسیاب خټک د مشال ریډيو خبریال خالیدخان سره په خبرو کې وویل چې د اټک پورې غاړه ترهګرو په ټوله سیمه کې د ترهګرۍ منصوبې او تګلارې جوړوي او پکار ده چې د دوی پر ضد ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړل شي.

ترهګر که خلکو ته دړکې او دهمکیانې ورکوي،دا د ریاست ذمه داري ده چې خلک د هغې نه وساتي،ګواهان او دعدالتونو حفاظت کول او عدالتونو ته د انصاف موقع ورکول دا د دهشت ګردو کار نه دی دا د ریاست کار دی.

افراسیاب خټک زیاته کړه،” حقیقت دا دی چې د دهشت ګردۍ مغز او دماغ چې دی هغه له پنجاب راوتی دی،ددې نظریه دانان یا ایډیالوګز دا په پنجاب کې دي.زموږ قبایل خو ساده خلک دي ،هغوی له اسلام سره ريښتونې مینه لري او خلک یې له دې مینې غلط ګټه پورته کوي،خو چې کوم خلک نقشې جوړوي،منصوبې جوړوي او تګلارې جوړوي ،هغه بې له شکه د اټک نه پورې غاړې ته ناست دي. او د پنجاب حکومت یې باید ووهي.٬٬

په سوات کې د عوامي نېشنل پارټۍ د غړیو د وژنې او امن لښکر ته د دړکو په اړه افراسیاب خټک وویل چې دوی په خپله خاوره د امن او خوشحالۍ راوستو لپاره دغه قربانیو ته غاړه اېښې ده او هیڅوک یې هم له دې لارې نشي پر شا کولای.

”موږ چې د دهشت ګردۍ خلاف موقف خپلولو نو موږ په دې پوهېدو چې په دې سره خو زمږ غاړې ته امېلونه نه را اچوي ،خو دا دا د وطن د ناموس او ګټو تقاضا وه،زموږ د ولس د ځان او مال او عزت د خوندي ساتو تقاضا وه،چې موږ دا موقف خپل کړی وای او موږ په خپل دریځ او موقف ولاړ وای.ترهګر که خلکو ته دړکې او دهمکیانې ورکوي،دا د ریاست ذمه داري ده چې خلک د هغې نه وساتي،ګواهان او دعدالتونو حفاظت کول او عدالتونو ته د انصاف موقع ورکول دا د دهشت ګردو کار نه دی دا د ریاست کار دی ،هغوی به خپل کار کوي خو ریاست ته پکار ده چې خپله ډیوټي پوره کړي،او خلکو ته حفاظت ورکړي. “

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته په دغه هیواد کې د امن راوستو په اړه افراسیاب خټک وویل ،چې د ملګرو ملتونو د سیوري لاندې د افغانانو ترمنځ ،د سیمې او ګاونډیو هیوادونو او بیا د نړۍ د قامونو یوه لویه جرګه پکار ده چې دغه ټولو قامونه او ولسونه په یوه خوله او اتفاق سره یو تل پاتې حل راوباسي.

نوموړي وویل ،” زموږ تجویز دا دی په افغانستان کې پکار ده چې خبرې اترې وشي،او دا خبرې اترې په درې کرښو کې کېدای شي ،لومړی کرښه بین الافغاني مذاکرات دي چې د افغانان خپلمنځي لویه جرګه دي وشي،چې پخلاینه او ملي روغه جوړه رامنځ ته شي.دویم هغه سیمه ییز اتفاق رایې یانې د علاقې ملکونه یا لوبغاړي چې د هغوی اتفاق وشي چې په افغانستان کې اینده څه کول پکار دي.او دریم بین الاقوامي اتفاقې رایې یانې عالمي قوتونه چې د افغانستان په جګړه کې داخل دي یا چې داخل نه هم دي خو په دې علاقه کې یې دلچسپی شته هغوی ټول را یوځای شي .او دا درې کرښې باید یو ځل سره پر مخ لاړې شي او که یو ځای لاړ نشي نو بیا یوه کرښه بله کرښه خرابوي،نو لحاظه د افغانستان د مسلې د حل لپاره ملګري ملتونه یا نورې بې طرفه ادارې پکار دا ده چې په دې لړ کې ګامونه اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG