د لاسرسي ځای

"په سوات کې امن لویې جرګې ته اړتیا لري"


په سوات کې یتیمان ماشومان په زدکړو بوخت دي

په سوات کې یتیمان ماشومان په زدکړو بوخت دي

د سوات تحصیل کبل، نیپکي خېل امن جرګې غړو یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی به هیڅکله هم د وسلوالو طالبانو له ویرې خپلې هلې ځلې پرې نږدي.او غوښتنه یې کړې چې په سیمه کې د اوسني امن د لا خوندیتوب لپاره دې دټول سوات په کچه یوه لویه جرګه راوبلل شي.


”موږ په خپله خاوره امن غواړو،ترقي غواړو،خوشحالي غواړو ،تعلیم غواړو،او طالبان ددې ټولو شیانو خلاف دي“ .

د تحصیل کبل امن جرګې مشر سیف الله خان وویل چې د دوی په ملګرو په بیا بیا د اورپکو لخوا بریدونه کېږی خو دوی به د قامي لښکر په مټ له حکومت سره په مرسته د طالب وسلوالو د مخنیوي لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

د مشال ریډیو خبریال نیاز احمد خان سره په خبرو کې سیف الله خان وویل چې د دوی له هیچا سره هم ذاتي دښمني نشته او پر ټولو وسلوالو طالبانو غږ کوي چې هغوی دې خپل ځان حکومت او پوځ ته حواله کړي.چې په دې خاوره امن راشي.

هغه وویل، ترڅو به دوی په سمڅو او غارونو کې پټ وي ،یوه ورځ خو به هغوی راوځي نو پکارده چې ژر را وځي چې هم د هغوی کورنۍ او هم نور خلک له تکلیفونو خلاص شي.

د قامي امن جرګې یو بل غړي انعام الرحمن هم له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې د سوات او ټولې سیمې ولس د دوی ملګری دی او په سیمه کې تر ډېره امن راغلی دی خو کله نا کله وړې وړې پېښې کېږي.دده په خبره چې کله اور بلېږي نو له هغې بڅري پورته کېږي او هیله ده چې دا بڅري به هم ډېر ژر فنا شي.

انعام الرحمن وايي چې اوس د طالبانو په ضد د خلکو شعور ډېر زیات شوی دی ،دده په خبره اوس خلک له وسلوالو طالبانو او د هغوی له کړنو نفرت او کرکه کوي او اورپکي به کله هم په خپلو ناوړو ارادو کې کامیابه نشي.

”موږ په خپله خاوره امن غواړو،ترقي غواړو،خوشحالي غواړو ،تعلیم غواړو،او طالبان ددې ټولو شیانو خلاف دي“

د یادونې وړ ده چې د تېر خالي په ورځ د سوات کانجوټاوڼ شپ کې نا څرګندو کسانو د نیپکي خیل امن کميټۍ پر غړي اودعوامي نېشنل پارټۍ د ځايي مشر کريم الهدا په ګډون ، دسوات تعليمي بورډ د امتحاناتومشر پروفيسررياض او پر یوه بل ځايي تن اخوندذاده وسلوال برید شوی وو چې پکې هغوی سخت ژوبل شوي ول .
XS
SM
MD
LG