د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي قبایلو ځمکنۍ ښخړه په مرکو هواره کړه


په ډېرو سیمو کې پښتانه خپلې لانجې د عدالتونو پر ځاي په دویزه جرګو مرکو هواروي.
په ډېرو سیمو کې پښتانه خپلې لانجې د عدالتونو پر ځاي په دویزه جرګو مرکو هواروي.
نقيب الله متونوال - خوست

د خوست په ختیځه برخه کې د پرتو چینې او مهدي خیلو قبیلو ترمنځ هغه لانجه چې له ډيرو کلونو راهیسې د یوې لانجمنې ځمکې د ملکيت پر سر روانه وه، د یوې قومي جرګې په پايله کې حل شوه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دواړو قبيلو مشران يو بل ته غاړې وتل.


د يکشنبې په ورځ په همدې اړه جوړه شوې جرګه کې د دواړه خواوو قومې مشران خوښ وو او ویل یې، چې وروسته له ډیرو کړاوونو او تاوانونو د بی طرفه مصلحینو په منځګړیتوب دې لانجې ته د پای ټکی کیښودل شو.

دوی ویل، چې یاده لانجه په تير کې د ځینو مغرضوکسانو له خوا د بدی تر پولو رسیدلې وه، چې یو او بل ته به په مورچو کې ناست وو.

د مهدې خیلو د قوم مشر ګل نواز د دې لانجې په اړوند وویل، چې یاده موضوع یی د خوست محاکمو سربیره سترې محکمې پورې هم رسولې او له امله یی په میلونونو پیسې هم ولګولې خو د دوی لانجه یی ورحل نکړه.


نوموړي زياته کړه ،‎((دغې لانجې پوره شل کال دوام وکړ او دولت يې هم دحل لپاره څوځله هڅه وکړه، خو بريالی نشو او اوس د دې قومونو مشرانو وکولای شول، چې ياده لانجه حل کړي .خو که دغه لانجه ژر تر ژره هواره شوې نه واى، نو نږدې وه چې د دواړو قبيلو وسلوال په خپلو کې بيا شخړه وکړي او يو بل ته مرګ ژوبله واړوي.))

د جر ګې يو مشر محمد ابراهیم مشفق، چې د دواړو قومونو تر منځ د لانجې په هوارې کې یی زیات رول کار کړى په خپلو خبرو کې وویل، چې دواړو لوریو په دوى باندې باور کړی او دوی له کوم غرض پرته فیصله ورکړې او دې لانجې ته یی حل وموند.

((دغه لانجه دمهديخېلو په سيمه کې د تقريباً دوه زره جريبه ډاګ د ملکيت پر سر راپورته شوې وه، چې له امله يې دواړو قبيلو يوبل ته مورچې نيولې وې او د دې لانجې په حل کولو سره د دوی ځوانان له مورچو څخه راکوز شول او د دواړو قبيلو تر منځ جوړجاړی رامنځ ته شو. .))

په خوست کې ډیری دعوې او لانجې د ځمکو د ملکيت پر سر دي چې، ځينې وختونه پکې د ښکيلو خواوو ترمنځ نښتې او مرګ ژوبلې هم کيږي. خو په دې وروستيو کې يې ځينې د مصلیحینو له خوا حل او فصل شوې هم د
XS
SM
MD
LG