د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیراه مستک بازار چاودنې څلور کسان وژلي شپږ ژوبل


 د تیراه مستک بازار چاودنې د یوه ژوبل تن په روغتون کې درملنه کېږي
د تیراه مستک بازار چاودنې د یوه ژوبل تن په روغتون کې درملنه کېږي
فرهاد شینواری - مشال ریډیو - خیبر ایجنسی

د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي ، په یوه تازه پیښه کې د خیبر ایجنسۍ په تیراه مستک بازار ګوټي کې له بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دوی وايي چې دغه چاودنه په یو خر ګاډي کې وشوه،چې له مخکې چاودېدونکي توکي پکې اېښودل شوي وو.

د د غې پیښې پړه لا تر دې دمه چا په خپله غاړه نه د اخیستې.

یادولو ده چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې په تیراه کې د بیلا بیلو ځایي وسلوالو ډلو ترمینځ نښتې دوام لري او په یو بل دغسې بریدونه هم ترسره کوي،چې عامو خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوړي
.

د دغې پیښې یو عینی شاهید او ژوبل شوی تن زاهد اپریدي مشال ریډیو ته وویل چې(( موږ د تیراه په مستک بازار کې د ګاډی په انتظار ناست وو چې په یو خر ګاډی کې دغه چاودنه اوشوه،ډیر لوی اواز یې وو،موږ پکې ژوبل شو او په بیا یې دې لنډیکوتل روغتون ته راوړو))
د تیراه زخه خیلو سیمې یو بل تن نور زاد شاه وویل چې((په دې پیښه کې زما دوه وریرونه وژل شوی دی،او ځینې دوکانونو ته پکې هم زیان اوړیدلې دي))

د دغې پیښې پړه لا تر دې دمې کومې وسلوالې ډلې په خپله غاړه نه ده اخیستې .

تیراه مستک سیمه د خیبر ایجنسۍ د باړي تحصیل نه په خوا وشا شپیته کلومیتره فاصله باندې له افغانستان سره په ډیورنډ کرښه پرته غریزه سیمه ده،او بازارګوټی ته یې د زخه خیلو او اکا خیلو اوسیدونکی خپل د ضرورت شیان اخیستو لپاره راځی.

په تیراه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د وسلوالو ډلو ترمینځ نښتې دوام لري،او په یو بل د درنو او سپکو وسلو سره ګزارونه کوي چې په ترڅ کې یې ولسی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړی.
XS
SM
MD
LG