د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلمان هیوادونو د شاتګ وجوهات


د عراق په نجف کې د اسلامي کلتور کنفرانس.۸ م مارچ ۲۰۱۱م کال
د عراق په نجف کې د اسلامي کلتور کنفرانس.۸ م مارچ ۲۰۱۱م کال

د پاکستان دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دخالد احمد لیکل شوې یوه مقاله خپره کړې لیکي په شلمه پیړۍ کې د استعماري قوتونو نه آزاد شوي زیاتره هیوادونه ښه کارکردګۍ ښودلو کې ناکامه دي. چې پکې یوازې یو څو په جمهوري او اقتصادي توګه په کامیابۍ سره یوویشتمې پیړۍ ته اوښتي دي. خو دلیکوال په وینا په دې آزاد شوي هیوادونو کې زیاتره مسلمان هیوادونه د ناکامۍ ښکار دي اود دغو هیوادونو آمران چې ځنې یې دپخواني دوه قطبي دور پالیسۍ پرمخ بیايي او خپل ولس ته رومانوي مقاصد وړاندې کوي هم دغه ډول د رومانوي مظاهرو سره مخامخ شو ، چې ځوانانو یې خپلو هیوادونو کې د آزاد جمهوري نظام راوستو لپاره ترسره کړې او له وجې یې دغه آمرانو واک د لاسه ورکړو.

خالد احمد ليکي چې بل لوري ته که د عراق نه صدام ولاړ نو اوس هم د ناآرامۍ ښکار دې، په مصر کې حسني مبارک د واک نه لرې شو خو لا هم د پرمختګ په لاره سم نشي تلاې ،د لیبیا مستقبل هم واضحه نه دی. او هم دغه راز که د پاکستان نه آمریت ختم شوی دی نو هم جمهوریت پکې په سمه توګه پرمختګ نه دی کړی.

دي ایکسپریس ټریبیون په دې مقاله کې لیکوال وړاندې وايي په مسلمان هیوادونو کې د خلیج هیوادونه د خپلو منډیانو له وجې روان دي. او که په خپلو هیوادونو کې یې په چیني اقلیتونو د اسلام نافذولو هڅه ونکړه نو ملایشیاء او انډونیشاء هم د خپلو بازارونو له وجې کامیاب دي.

خالد احمد زیاتوي چې په یورپ کې کله هم کوم هیواد نه آمر لرې شوې هلته تهذیب وده کوي او هیواد یې پرمخ تګ کوي. خو مسلمان هیوادونه دا ډول کوم مثال نه لري. ځکه چې دلته دمذهب په نامه پورته کړی شوي ګامونه د جمهوریت لاره بندوي.

لیکوال وايي په دې هیوادونو کې آمران د سامراج خلاف په وینا کولو هغه خارجه پالیسۍ خپلوي چې له وجې یې آمران مظبوطیږي او هیواد یې یوازې کیږي. بلخوا دوي خپل ولس ته دا باور ورکوي چې استعماري قوتونو یې دهیواد ګټې ځانه ته کړي دي او اوس به د سرمایه داري نظام پرځایې د سوشل ازم له لارې دغه ګټې ولس ته ورسول شي. ددې ترڅنګه دوی د سرمایه دارنه نظام لرونکي هیوادونو نه ځان لرې ساتي او دا خبره هم د دوی د پرمختګ او ودې په لاره کې خنډ جوړ شي.

خالد احمد وايي په دغو مسلمان هیوادونو کې دپاکستان حالت یو څه ښه دی چې پکې د بیا بیا امریت راتلو له وجې خلک جمهوریت ته لیواله دي . خو اوس هم پکې ځینې خلک داسې شته چې جمهوریت ورته داسلام خلاف ښکاري. ددې ترڅنګ پاکستان کې داخبره هم ډیره کیږي چې که اقتصادي حالت یې هر څومره خراب شي دوی به له نورو هیوادونو سوال نه کوي. داراز که نړیواله ټولنه یې مسلې هوارول غو اړي نو هم په داسې حالاتو کې دمشکلاتو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG