د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې سیاسي هلې ځلې پیل شوې


د جماعت اسلامي مشر د خیبر په لنډي کوتل کې د ګوند یوې غونډې ته وینا کوي.
د جماعت اسلامي مشر د خیبر په لنډي کوتل کې د ګوند یوې غونډې ته وینا کوي.
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی


د روان کال د اګست په میاشت کې د پاکستان ولس مشر اصف علی زرداری له خوا قبایلي ولس ته د سیاسي ازادۍ ورکولو وروستو اوس په دې سیمو کې د پاکستان ځینې سیاسي ګوندونو خپلې هلې ځلې پیل کړې دي،او دغه سیاسي ګوندونه په بیلا بیلو قبایلي ایجنسیو کې په حجرو او بازارونو کې سیاسي غونډې او جلسې جلوسونه راجوړوي او قبایلو ته د خپل خپل ګوند منشور وړاندې کوي.

موږ خو غوښتل چی ایف سي آر(فرنټییر کرایمز رېګولېشن) مکمل له منځه یوسو،خو داکوم بدلون چی وشو دا به هم قبایلو ته ډیرې ګټې ورکړي،او اوس به قبایل له سیاسي او جمهوري لاري د خپل مستقبل پریکړې کولای شی.

دا چې قبایلي سیمو ته د پولیټیکل ارډر ۲۰۰۲ د غځولو وروستو د سیاسي ګوندونو مشران او کارکونکي څه احساسوي په دې اړه د جماعت اسلامی پخوانی مشر قاضي حسین احمد مشال ریډیو ته وویل ، چې ((قبایلو ته سیاسي ازادۍ ورکول خو یوه لویه کامیابي او د رڼا زیرۍ دی،خو د عملدارۍ او د ولسي واک قانون ( ایکشن این ایډ سول پاور ریګولیشن) په نوم چې کوم نوی قانون نافذ کړی شوی دی دا سم نه دی ،او په دې کې خو نور داسې دفعات شامل دي چې ډیر ناوړه دي،او پولیټیکل ایجنټ ته پکې د پانسۍ د سزا اختیار هم ورکړی شوی دی)).


په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو د کار په اړه د عوامی نېشنل ګوند صوبايي مشر عمران اپریدس وايي ،(( موږ خو غوښتل چی ایف سي آر(فرنټییر کرایمز رېګولېشن) مکمل له منځه یوسو،خو داکوم بدلون چی وشو دا به هم قبایلو ته ډیرې ګټې ورکړي،او اوس به قبایل له سیاسي او جمهوري لاري د خپل مستقبل پریکړې کولای شی)).

په خیبر کې د پاکستان واکمن پیپلزګوند یوه غونډه
په خیبر کې د پاکستان واکمن پیپلزګوند یوه غونډه
په دې سیمو کې د سیاسي اصلاحاتو په اړه د پاکستان پیپلز پارټۍ د مهمندو ایجنسۍ مشر ډاکټر فاروق وايي چې((اوس هر یو قبایل په دې خبره زړه ور شو چې خپلې ستونزې چارواکوته په ازاده توګه وړاندې کړي))

په قبایلي سیمو کې مذهبی سیاسي ګوندونو خپلې هلې ځلې توندې کړې دي خو د لبرل یا ازاد خیاله ګوندونو هلې ځلې پکې په نظر نه راځی ؟ په دې اړه د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر عمران اپریدي وویل،((داسې خبره نه ده ،دوی هم د خپلې پارټۍ د قبایلي عهدیدارانو یوه غونډه رابللې ده او ډیر زر به په ټولو قبایلي سیمو کې خپلې هلې ځلې پیل کړی)).

د قانوني چارو کارپوه او قبایلي وکیل عبدالکریم مسود وايي ،چې قبایلو ته سیاسي ازادي ورکول یو ښه ګام دی خو زما په خیال د عملدارۍ او د ولسي واک په نامه قانون (اېکشن این ایډ سیویل پاور رېګولېشن )دې بیرته واخیستل شي.ځکه چې قانون پوهان دې ته په ښه سترګه نه ګوري))

که یو خوا قبایلي ولس د سیاسي ازادۍ هرکلی کوي نو بل خوا د نوي اعلان کړۍ شوی ایکشن این ایډ سول پاور رېګولېشن د ختمولو غوښتنه هم کوی.
XS
SM
MD
LG