د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ښځو ژوند


په کابل کې یوه ښځه کور ته سامان وړي
په کابل کې یوه ښځه کور ته سامان وړي
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: ټایمز ورځپاڼه


ټایمز ورځپاڼه دافغانستان په اړه په یو ه مقاله کې لیکي په غزني ولایت کې د یوې میرمنې او د هغې د پیغلې لور په دې تور وژنه چې اخلاقي جرم یې کړی، ښکاره کوي چې په دغه هیواد کې لا هم د میرمنو ژوند د سترو ګواښونو او ننګونو سره مخامخ دي.

ورځپاڼه لیکي دا ډول مرګونه ښکاره کوي چې د طالبانو د نظام د ختمیدو نه لس کاله پس هم په افغانستان کې د میرمنو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

ورځپاڼې د افغان میرمنو د ژوند په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن څرګندونې راخیستي چې په دې وروستیو کې یې کړې ، هغه وايي داکثرو افغان میرمنو ژوند ،ددوی دسل کاله یا دوه سوه کاله ژوند سره څه تو پیر نه لري.

نوموړې داڅرګندونې دافغان میرمنو دژوند په اړه د میرمنو د فعالینو داندېښنو په غبرګون کې وکړې چې که د طالبانو سره روغه جوړه وشي نو د افغان میرمنو ژوند به څنګه شي ؟

ټایمز لیکي ددې باوجود چې افغان ولس مشر دمیرمنو د حقونو د پالنې دعوې کوي خو هغه په یو داسې قانون لاس لیک کړی چې ترمخه یې افغان میرمنو باندې تیری کیدای او په پارلیمان کې ددوی سیټونه محدودیدای شي.

ټایمز ورځپاڼه په پای کې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ویلیم هیګ خبرې نقلوي چې ددې پېښې نه پس یې ویلي : ((افغان میرمنې لا هم په خپل ورځني ژوند کې د خپلو حقونو په ترلاسه کیدو کې د سترو ستزو سره مخامخ دي.))
XS
SM
MD
LG