د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نوې جبهه جوړه شوې ده


ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: سټراټ فور کمنټري


سټراټ فور کمینټري په یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د اوسني حکومت خلاف یو نوي مخالف ایتلاف سر راپورته کړی دی.

دا ایتلاف ( جبهه ای ملي افغانستان ) نومېږي چې مشري یې دافغانستان د ولس مشر د پخواني مرستیال احمد ضیا مسعود په غاړه ده او په دې ګوند کې دافغانستان مختلف نژادي مشران سره راټول دي چې ورکې د عبدالرشید دوستم او د محمد محقق نومونه د یادولو وړ دي.


د یاد ایتلاف مشران هم د افغان ولس مشر او هم د طالبانو دواړو خلاف خپل غږ پورته کړی، او ویلي یې دي چې د سولې په اړه دودیزه لویه جرګه چې اټکل کېږي د نومبر په ۱۶ به کابل کې جوړه شي غیر قانوني ده .


سټراټ فور کمینټري لیکي جبهه ای ملي افغانستان له پخوانۍ شمالي ټل والې سره ورته والی لري ، خو دا د افغانستان د ټولو قومونو مساوي نمایندګي نه شي کولی.

لکه رشید دوستم در واخلئ، دی په ټولو ازبکو باندې ګران نه دی او همدارنګه محمد محقق د اهل تشیع د یوې برخې نمایندګي کوي ، د دوی بله برخه د کریم خلیلي په مشرۍ کې د ولس مشر حامد کرزي د حکومت طرفداره ده .

سټراټ فور کمینټري لیکي دبرهان الدین رباني وژل کېدو د افغانستان په شمال کې د ځواک یوه تشه را منځ ته کړې ده چې طالبان له دې ګټه پورته کولای شي او ښايي جبهه ای ملي افغانستان به د دې د ډکولو یوه هڅه وي.
XS
SM
MD
LG