د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و امریکا د مشرانو ملاقات


د امریکا د پوځ د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز میټیس
د امریکا د پوځ د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز میټیس
سراج ظهیر، مشال راډیو

اسلام اباد
- د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، او د امریکا د پوځ د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز میټیس له یو بل سره د راولپېنډۍ په پوځي سر دفتر کې لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له بیان سره سم، دواړو پوځي مشرانو پر دوه اړخیزه چارو سر بېره، د پاکستان و افغانستان پر پوله د پاکستاني پوځ او د نړیوال سوله ساتي ځواکونو (ایساف) تر منځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو په اړه خبرې کړې دي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال، د دفاعي چارو کار پوه او متقاعد برېګېډير سید نذیر وویل، په اوسنیو حالاتو کې چې د هند وزیر اعظم ډاکتر منموهن سنګ او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په مالدیپ کې د جنوبي اسیا د همکارۍ سازمان سارک په غونډه کې د پاکستان له وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره د اړیکو په جوړولو خبرې کړې دي؛ او امریکا هم غواړي چې د پاکستان، هند او افغانستان تر منځ غوره اړیکي وي.

دی وايي، له افغانستانه د امریکا د پوځ تر ستنېدو وروسته چې پاکستان هلته خپل غوره کردار ولوبوي نو په دې سبب د جنرال میټیس دا سفر د ارزښت وړ ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني
سید نذیر دا هم وویل چې د امریکا په وینا، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر ضد عملیات پیل کړي دي، خو هغه ښکاره نه دي.

دی وايي، د روان زېږیز کال (۲۰۱۱) د دسمبر په څلورمه یا پینځمه د بون کنفرانس کېدونکی دی او امریکا غواړي چې په دې کې د افغان وسله والو استازي ګډون وکړي.

سید نذیر زیاتوي: ((زه فکر کوم چې د دواړو ملکونو د پوځ مشرانو په دې ملاقات کې به دا ټولې خبرې په نظر کې ساتل شوې وي.))

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د امریکایي سینیټرانو یوه پلاوي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره لیده کاته کړي ول او د دوی وینا وه چې دوی ته ولسمشر ویلي چې پاکستان به د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG