د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ ګل بهادر له حکومت سره جرګه ماته کړه


حافظ ګل بهادر په خپل بیان کې ویلي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د حکومت په مرضۍ کېږي.
حافظ ګل بهادر په خپل بیان کې ویلي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د حکومت په مرضۍ کېږي.
عمر دراز وزیر، مشال راډیو

بنو
- د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د وسله والو طالبانو د یوې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ویلي له حکومت سره د خبرو لپاره جرګه ماته کړې ده.

په یوه لیکل شوي بیان کې ګل بهادر ویلي، د بې پیلوټه الوتکو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د بریدونو له کبله ډېر کسان وژل شوي او ډېرو ودانیو لکه روغتون او هوټل ته هم په کې زیان رسېدلی دی.

د بیان تر مخې، دوی له حکومت سره د خبرو لپاره جوړه جرګه ((احتجاجاً ختموي)).

په شمالي وزیرستان کې د ولس او حکومت، او د وسله والو او حکومت تر منځ د خبرو لپاره یوه جرګه کار کوي چې د منځګړي رول تر سره کوي، او ستونزې هواروي.

د همدې جرګې له لارې د حافظ ګل بهادر او د پاکستان د پوځ تر منځ د اوربند تړون شوی وو.

د اورپکې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ویلي، که چېرې اوس پر دوی بریدونه وشول نو د دوی لپاره به ((صبر کول ګران شي.))

په دې اړه تر اوسه د پاکستان پوځ او یا هم د شمالي وزیرستان سیاسي او انتظامي چارواکو څه غبرګون نه دی ښودلی.
XS
SM
MD
LG