د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان و هند کې د دواړو هیوادونو زندانیان


کار پوه منوهر سنګ بترا وايي، یو خوا د پاکستان و هند حکومتونه د اړیکو د ښه کولو او د بندیانو د تبادلې خبرې کوي، خو بل پلو د پنجشنبې په ورځ پاکستان بیا ۲۶ کب نیونکي هندیان نیولي او مالومه نه ده چې دوی به تر کومې په زندانونو کې وي!!
کار پوه منوهر سنګ بترا وايي، یو خوا د پاکستان و هند حکومتونه د اړیکو د ښه کولو او د بندیانو د تبادلې خبرې کوي، خو بل پلو د پنجشنبې په ورځ پاکستان بیا ۲۶ کب نیونکي هندیان نیولي او مالومه نه ده چې دوی به تر کومې په زندانونو کې وي!!
اسرار عالم مومند، مشال راډيو

پراګ
- د هندوستان د سترې محکمې (سپریم کورټ) قاضي آر این لودها د پنجشنبې په ورځ ویلي، دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې د دوی په زندانونو کې ۲۵۴ پاکستانیان عدالت ته له وړاندې کېدو پرته پراته دي.

په دې زندانیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.

ګومان کېږي چې په دې قیدیانو کې زیاتره هغه دي چې په ناقانونه توګه له پاکستانه، هندوستان ته اوښتي ول.

دا چې دا بندیان ولې پرته له عدالتي کار روايۍ، له کالونو راهیسې په زندان کې دي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په نوي ډیلي کې کار پوه منوهر سنګ بترا مشال راډیو ته وویل: ((دا کسان ډېر مخکې نیول شوي، نو ځکه د نیولو لامل به یې یواځې حکومت ته مالوم وي. د پاکستان په زندانونو کې هم هندي قیدیان له کالونو راهیسې پراته دي او د پاکستان چارواکو د دې قیدیانو په اړه هند ته مالومات هم ورکړي دي خو هندي چارواکو د دې مالوماتو پخلی نه دی کړی. دا هم کېدای شي چې هندي چارواکو هم په خپلو زندانونو کې د بندو پاکستانیانو په اړه پاکستان ته مالومات ورکړي وي. خو د دې پوښتنه له دواړو حکومتونو په کار ده چې ولې یې دا خلک نیولي، دوی څه جرم کړی وو او ولې یې نه خوشې کوي؟))

نه یواځې په هندوستان، بلکې په پاکستان کې هم هندي قیدیان له کالونو، کالونو راهیسې پراته دي.

دا خلک په څه جرم نیول شوي دي؟

په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون مرستیال مشر کامران عارف مشال راډیو ته وویل: ((په دې کې زیاتره هغه کب نیونکي دي چې د سمندري پولو خلاف ورزي یې کړې ده او په غلطۍ د پاکستان حدود ته ننوتي دي. که داسې قیدیان د پاکستان په زندانونو کې پراته وي چې عدالتي کار روايي یې نه وي شوې نو موږ به ضرور د پاکستان له حکومته په دې اړه غوښتنه کوو. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کوم هندي کب نیونکي پاکستان خوشې کړي دي نو له هغوی سره بیا دومره پیسې نه وي چې خپل هیواد ته لاړ شي، نو باید د دې څه بند و بست وشي.))

په نوي ډیلي کې کار پوه منوهر سنګ بترا وايي، یو خوا دواړه پاکستان و هندوستان د اړیکو د ښه کولو او د زندانیانو د تبادلو خبرې کوي، خو بل پلو د پنجشنبې په ورځ پاکستان ۲۶ کب نیونکي هندیان نیولي دي او اوس نه ده مالومه چې دا به تر کومې د پاکستان په زندانونو کې پراته وي!!
XS
SM
MD
LG