د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د اورپکو برید، ۸ وژل شوي


د افغانستان د پکتیا ولایت نقشه.
د افغانستان د پکتیا ولایت نقشه.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز
- د افغانستان د پکتیا ولایت د څمکنیو پر ولسوالۍ د پنجشنبې مازيګر په شوي بريد کې درې پولیس او پينځه برید کوونکي وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي مشال راډيو ته وویل چې پينځه تنه وسلوالو د پنجشنبې مازیګر په شا و خوا څلورو بجو د څمکنیو ولسوالۍ پر ودانۍ په داسې حال کې برید وکړ، چې هلته د قومي مشرانو غونډه روانه وه.

هغه زیاته کړه چې یوه برید کوونکی د ولسوالۍ د نظام قراول په پوسته کې ځان والوځاوه او دوه نورو یې د ودانۍ دننه ځانمرګی برید وکړ.

د قوماندان په وینا، دوه نور برید کوونکي د نښتې پر مهال امنیتي ځواکونو ووژل.

جنرال ساپی وایي چې په دې نښته کې درې پولیس هم وژل شوي، او د څمکنیو ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه بل پولیس سره ټپي شوی دی.

د پکتیا د ولایتي شورا رییس شایسته جان احدي وايي، چې په یاده غونډه کې د سیمې قومي مشرانو او د څمکنیو د ولسوال په ګډون پنځو ولسوالانو برخه لرله، چې موخه يې په ځاځيو کې د يوې قومي شخړې حل وو.
دی وايي دا ټول کسان له بریده روغ وتلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دپيښې پړه پر غاړه اخيستي او وایي، چې په دې برید کې يې پنځه پولیس وژلي او یو شمیر نور یې ټپي کړي دي.
XS
SM
MD
LG