د لاسرسي ځای

ځوانانو فېډراسون: لویه جرګه دې ملي ګټو ته پام وکړي


د ځوانانو د فېډراسون غړي په غونډه کې د ګډون پر مهال.

د ځوانانو د فېډراسون غړي په غونډه کې د ګډون پر مهال.

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد
- د افغانستان د ننګرهار ولایت د ځوانانو فېډراسون د جوړېدونکې لویې جرګې غړو ته خپلې غوښتنې د یوې غونډې پر مهال وړاندې کړې دي.

دا ځوانان کومې غوښتنې لري؟ د دې پوښتنې ځواب د ننګرهار د ځوانانو د امریت مشر نور اغا ځواک راکوي:

((له لویې عنعنوي جرګې څخه زموږ ځوانانو هیله دا ده چې د هیواد د راتلونکي او زموږ د [ملي] ګټو د خوندیتوب په خاطر دوی ټول باید خپلې شخصي او سیاسي ګټې یو خوا ته کړي، او د خپل هیواد ګټې په پام کې ونیسي؛ [دوی باید] داسې پرېکړې وکړي چې زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه له هغې زیانمن نشي.))

د ځوانانو د فېډراسون یو غړی احسان الله قریشي وايي، باید لویې جرګې ته داسې خلک ور وپېژندل شي چې هغوی د ملت ګټې په نظر کې وساتي؛ د ملت غوښتنو ته داسې ځواب و وايي چې لازم وي. ((وطن فروشي دې نه کوي، او داسې پرېکړې دې و نه کړي لکه پخوا چې شوې دي.))

د ځوانانو د فېډراسون مرستیاله نورزیه وايي چې لویې جرګې ته دې داسې استازي ور وپېژندل شي چې د ولس له ستونزو خبر وي. ((داسې خلک لکه د اوسني پارلېمان وکیلان، چې یو طرف ته زموږ پر هیواد والو له ګاونډي هیواده توغندي ویشتل کېږي، بې ګناه هیواد وال وژل کېږي، او دوی پر چوپه خوله پاتې کېږي!!))

د همدې فېډراسون یو بل غړی، عبد الرزاق وايي، لویې جرګې ته دې داسې خلک راشي چې هغه په ریښتیا هم د وطن خدمتګاران وي، عادل او با احساسه خلک وي او داسې پرېکړې وکړي چې د هیواد ۳۰ کالنې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي.

ټاکل شوې چې په کابل کې به ډېر ژر لويه جرګه جوړه شي چې د ټول افغانستان د سیمو استازې به په کې ګډون کوي او د افغانستان د امنيت او ثبات ټينګولو په خاطر به په هڅو او پروګرامونو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چار شنبې پر ورځ، د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي ول چې د لويې جرګې لپاره پراخ امنيتي پلان جوړ شوى چې بهرني ځواکونه به په دې پلان کې ورسره تخنیکي مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG