د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د امریکا په مرسته حقاني شبکه ووهي.زرداري


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د برتانییا ډیلي ټيلي ګراف د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري په حواله لیکي چې وايي ،پاکستان به د امریکا په مرسته په قبایلي سیمه کې د حقاني شبکه له مینځه وړي.

د ورځپاڼې په خبره ولسمشر زرداري دا خبرې پاکستان ته سفر تللي یوه امریکايي پلاوي ته کړې چې مشري يې د امریکا د کورني امنیت مشر مایکل مکول کوله هغه ته کړېدي.

مایکل مکول ویلي دي پوښتنه دا راپورته کېږي چې ولسمشر زرداري د پاکستان پر پوځ او استخباراتو څومره برلاسی دی چې د افغانستان په اړه تګلاره کې مهم رول لري.

مایکل مکول دا هم ویلي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکه په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو باندې په بریدونو کې لاس لري.
او که پاکستاني د دوی په وړاندې کاروايي تېزه نکړه نو د امریکا لخوا په مرستو کمی کېدای شي.

په مطبوعاتو کې ددغه اوسنیو رپوټونو او د امریکايي چارواکي نیکول په څرګندونو په د قبایلي چارو یو کارپوه شهاب الدین وايي، امریکا له څه مودې راهیسې پرله پسې لګیا ده او پر پاکستان د فشار ټېکټیک کاروي او زما خپل نظر دا دی چې اوس دواړه هیوادونه غالبا د یوه بل په نظر ښه بوی شوی دی.دغه وفد کې صدر زرداري ډاډ ورکړی هم وي خو د پاکستان ایسټېبلیشمېنټ هم له املیاتو انکار نه دی کړی خو دا وايي د هرچا خلاف چې اپرېشن کوي نو په خپله مرضي او له خپل سره به یې کوي. او که په پاکستان کې زرداري ته په پوځ او ای اېس ای برلاسي نه ده حاصله نو په دې کې هم امریکا برابره ذمه واره ده. ٬٬

بلخوا د قبایلي چارو یو بل کارپوه اشرف علي وايي، که پاکستان په قبایلي سیمو کې عملیات کول هم غواړي نو خپل ولس ته به دا ښيي چې دا اپرېشن د امریکا په فشار نه کوي.
XS
SM
MD
LG