د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو اميل (د بلوچستان د پښتنو ولسي سندرې)


شپېلۍ یا نړ د بلوچستان به لروبر کې ډېر په شوق وهل کېږي
شپېلۍ یا نړ د بلوچستان به لروبر کې ډېر په شوق وهل کېږي


د پاکستان بلوچستان پښتون مېشته سیمو ته ملتپال د جنوبي پښتونخوا نوم ورکوي.

د دې سیمو اوسېدونکو په اړه مشهوره ده چې د اتڼ او کاکړۍ غاړو په ګډون د شعر و ادب له نور اصنافو او موسیقۍ سره ډېره مینه لري او په دې سیمو کې ښايي ډېر کم داسې نران او ښځې وي چې اتڼ یې نه وي زده.

دلته سندرغاړي هم زیاتره کاکړۍ غاړې او د اتڼ غاړې په موسیقۍ کې وايي او په دې ډول کې د پېړیو کلتوري فوکلور ژوندی ساتلی دی.

د سندرو د امېل په ننۍ خپرونه کې د جنوبي پښتونخوا د ولسي ادب او موسیقۍ په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي او د موسیقۍ سندریزې بېلګې هم په کې ځای پر ځای شوی دی.

دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو هارون باچا درته تیاروي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ،


د سندرو اميل (د بلوچستان د پښتنو ولسي سندرې)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG