د لاسرسي ځای

له څرمنو په پنجاب کې جېکټونه ،څپلۍ او ګڼ شیان جوړېږي


په لنډي کوتل کې دسوداګر د اختر په ورځ څرمنې راټولوي

په لنډي کوتل کې دسوداګر د اختر په ورځ څرمنې راټولوي

فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ

په داسې حال کې چې نن د اختر دریمه ورځ ده د څاروو د څرمنو یو شمیرسوادګرو د خیبر ایجنسۍ لنډی کوتل ته مخه کړېده ، دوی دلته څرمنې اخلي. په لنډی کوتل بازار کې د څرمنو یو سوداګر ګل یونس مشال ریډیو ته وویل چې سږ کال امنیتي وضعه ښه وه ځکه خو یې ډېرې څرمنې اخیستې دي.
دی زیاتوي،” خوا وشا اووه زره څرمني یې د ګډانو،یو نیم زر د لوی مال او دري زره هغه یې د چیلو اخیستي دي.،دوی وویل چی د ګډ هغه څرمن چی سورۍ شوې نه وي تر پینځه سوه روپو پوري اخلو او د لوی مال څرمن د د زر روپو نه تر یو نیم زرو پوري اخلو،دوی وویل چی تمه لري چې ښه ګټه به ترلاسه کړو٬٬

څرمنې د پنجاب په کارخانو کې سپا کېږي او بیا ترې د ژوند د ضرورت توکي جوړېږي

څرمنې د پنجاب په کارخانو کې سپا کېږي او بیا ترې د ژوند د ضرورت توکي جوړېږي


ګل یونس زیاته کړه چی دوی ورته اول مالګه ورکړي چی خراب نه شي او بیا یې کراچۍ،لاهور،قصور،سیالکوټ او د ملک داسي نورو برخو ته استوی او بیا یی خرڅوي،او هلته یی د صفا کولو او بیلا بیول څیزونه جوړولو ته تیارولو لويې لويې کارخاني او منډۍ دي.




دوی وویل چې د ګډ څرمنې خارجي ملکونو ته هم برامد کیږي او د دې نه جېکټونه جوړیږی،او لوی مال څرمنو نه څپلۍ او بټوې او داسې یو شمیر نور څیزونه جوړیږي.

او یو بل سوداګر اجرالله وویل،” چې هسې خو دوی کال وسر دغه کاروبار کوي خو د اختر په مهال هر چا قربانی کړي وی نو ځکه یی کاروبار خه وی ،دوی وویل چی بي شکه چی ځیني خیریه اداري هم دا څرمني ټولوی خو د دوی په کاروبار یی څه اغیز نه دي کړي،او دا ځل د تیر لوی اختر په پرتله دوی زیاتی څرمنې اخیستي دي.دوی وویل چې د اختر تر څلورمي ورځې پورې یې کار روان وي او ځایی خلک د قربانۍ د څاروو دغه څرمنې راوړی او دوی یې اخلي،،
XS
SM
MD
LG