د لاسرسي ځای

په پاکستاني سکولونو کې د هندوانو ضد کرکه ښودل کېږي


یوه هندو د خپلو مذهبي مراسمو پرمهال په خپل مخ خټې موښلې

یوه هندو د خپلو مذهبي مراسمو پرمهال په خپل مخ خټې موښلې

ایسوشيټيډ پريس خبري اژانس د نړيوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امريکايي کمیشن د يوې څيړنې په حواله ليکلي چې د پاکستاني ښوونځيوو يا سکولونو نصاب د هندوانو او نورو مذهبي اقليتونو پر ضد تعصب خپروي.

د ياد کمیشن مشر ليونارډ ليو ایسوسيټيډ پریس اژانس سره په خبرو کې ويلي چې په پاکستاني ښوونځيوو کې د تعصب کول په دې هيواد کې مذهبي بنسټ پالنه پراخوي، مذهبي ازادي، کورنی او بهرنی ثبات او نړيوال امنيت کمزوری کوي.

اژانس ليکلي چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې د جنوبي ایشيا د مسلمانانو د کور په توګه جوړ شو او وويل شول چې د ټولو اقليتونو حقونه به پکې خوندي وي خو په رپورټ کې راغلي چې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې په افغانستان کې د روس خلاف د وسله والو د جګړې پر مهال د پاکستان رول او په کور دننه د کمزورو حکومتونو له خوا د مذهبي مشرانو خوشاله ساتل د ټولنې سخت دريځه کولو ته لار جوړه کړي.

د نړيوالې مذهبي ازادۍ لپاره امريکايي کمیشن د دې تحقيق په خاطر د پاکستان د څلورو صوبو له اول ټولګي يا کلاس څخه تر لسم ټولګي پورې له سلو ډير کتابونو کتلي دي. دې ادارې دا کال د فرورۍ په مياشت کې ۳۷ سرکاري ښوونځيوو کې ۲۷۷ استادانو او شاګردانو سره مرکې کړي. همداراز د دې ادارې څيړنکارانو د پاکستان د ۱۹ مدرسو ۲۲۶ استادانو او شاګردانو سره خبرې کړي.

د دې ادارې په څيړنه کې د پنجاب د څلورم ټولګي د يو مضمون يادونه شوي چې پکې راغلي: (( د اسلام ضد قوتونه هر وخت کوشش کوي د اسلام حکمراني له منځه يوسي چې دا کار د اسلام د شتون لپاره خطر پيدا کوي. نن د پاکستان او اسلام دفاع ډيره ضروري ده.))

ایسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي چې د نصاب اسلامي کول د جنرال ضياالحق په دور کې پيل شو. که څه هم په ۱۹۹۶ کال کې حکومت د دې نصاب د اصلاح کولو اعلان وکړ خو د يادې امريکايي ادارې په وينا تر اوسه پورې دغه چاره نه ده ترسره شوي. اژانس ليکي چې ښي لاسې ګوندونه او مذهبې ډلې کيدای شي په کلکه د دغه بدلونونو مخالفت وکړي او همدا وجه ده چې حکومت نه غواړي هغوی وننګوي.

ایسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي چې دې څيړنه کې راغلي چې په پاکستاني نصاب کې عيسايان او يهوادن په منفي توګه وړاندې شوي. عيسايان د پاکستان د يوسل او اتيا ميليونه خلکو دوه فيصده او هندوان له يو فیصد څخه يو څه زيات دي. سيکان او د بودايي مذهب لرونکي خلک هم شته.

د نړيوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امريکايي کمیشن په څيړنه کې ليکل شوي چې په پاکستان کې مذهبي اقليتونو ته په ټيټه سترګه کتل کيږي او ويل کيږي چې هغه لږ حقونه چې ورته ورکړل شوي دي بايد پرې منندويه اوسي. څيړنه وړاندې زياتوي چې په پاکستان کې هندوان بنسټ پاله او اسلام دښمنه بلل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د بهرنيوو چارو وزير نن د سيمه ييزې همکارۍ لپاره د جنوبي ایشيايي هيوادونو د ټولنې يا سارک په غونډه کې د برخه اخيستلو لپاره د روانيدو پر مهال وويل چې د پاکستان سره يې د بې باورۍ کچه کمه شوي.

د نړيوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امريکايي کمیشن په خپله څيړنه کې ويلي چې د مذهبي تعصب د مخنيوي لپاره د پاکستان د ښوونځيوو په نصاب کې بدلون ته اړتيا ده.
XS
SM
MD
LG