د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د ایټومي انرژۍ نړیوالې ادارې رپوټ رد کړ


د آی اې اي ای لپاره ایراني سفیر علي اصغر سلطانې
د آی اې اي ای لپاره ایراني سفیر علي اصغر سلطانې
دایران ایټمومي انرجۍ نړیوالې ادارې آی اې اي اې رپورټ رد کړی او دا یې بې انډوله او له سیاسي مقصدونو ډک بللی دی .

د آی اې اي ای لپاره ایراني سفیر علي اصغر سلطانې ویلي دغه رپورټ د سیاسي فشارنتیجه ده چې زیاتره د امریکا لخوا شوی دی.

داسې ښکاري چې د بوش انتظامییې د وخت حالات پر مو بیا راغلو خو دا ځل یې د آی اې اي اې د مشر له طرفه وینو. دا یوه ډېره خطرناکه لوبه ده. زه په نړیواله ټولنه او په نړۍ کې د امن له مینه والو غوښتنه کوم چې دغه پروسه دې ودروي چې په اصل کی یوه ډېره خطرناکه لوبه ده .

د آی اې اي ای اداری رپورټ وایي ایران د ایټمي وسلې په ډيزاینولو او د هغې پر نور تحقیق کار کړی دی او له دې وسلې سره اړونده یا متعلقه توکيو آزموينه کوي.

د آی اې اي ای دغه دستاویزات د اسرایلي رسنیو لخوا له دې کنګوسو سره خپاره شوي چې د ایران ایټومي ځایونو باندې پوځي کاروايي کېږي. په دغه دستاویز کې د داسی شواهدو وضاحت ورکړل شوي چې د ایټومي وسلو د استعداد موندلو هڅو ته اشاره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG