د لاسرسي ځای

تازه خبر

برلسکوني په اکثریتي رایه کې پاته راغلی


د اټلي وزیراعظم سیلوییو برلسکوني
د اټلي وزیراعظم سیلوییو برلسکوني
اټالوي وزیر اعظم سیلوییو برلسکوني د اټلي ولسمشر ته ویلي هله به خپله استعفا ورکړي چې حکومت یې د اقتصادي ثبات قانون منظور کړي چې راتلونکې اونۍ به ورباندې کاروايي کېږي.

د برلسکوني حکومت د نهې په ورځ په پارلمان کې د اکثریتي ووټ په ترلاسه کولو کې ناکامه شولو.

امکان دی د پارلیمان په دواړو ایوانونو کې به په روانه میاشت کې د اصلاحاتو په اړه ووټ اچول کېږي.

د برلسکوني لخوا په دې فیصله د هیلې ښودلو سره چې کېدای شي د نوي مشر په راتګ سره به د یورو زون د دریم لوی اقتصاد لرونکي هیواد د پورونو مسله په ښه توګه هواره شي ، وروسته په نړیوالو مالي منډیانو کې د ونډو او د یورو ارزښت لوړ شو.

برلس کوني او د هغه ښي لاسې مرکزي پارټي وايي د وزیر اعظم د استعفی وروسته به نوي انتخابات کیږي خو بیا مخالف ګوندونو د قامي ایتلافي حکومت په جوړولو غږ کړی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG