د لاسرسي ځای

شام:د هومس ښار کې کور په کور چاپې وهل کېږي


د هومس په ښار کې خلک د ولسمشر بشرالاسد په ضد مظاهره کوي .۴م نومبر ۲۰۱۱م کال

د هومس په ښار کې خلک د ولسمشر بشرالاسد په ضد مظاهره کوي .۴م نومبر ۲۰۱۱م کال

په شام کي د بشري حقونو کارکونکي وايي د دغه هيواد سرکاري پوځونو د محاصره کړي شوي ښار هومس په ګاونډ باندي يرغل کړي او کور په کور يي د چاپو پرمهال يو شمير کسان نيولي دي.

دا ګرفتارياني قريبن يوه اونۍ وروسته په داسي مهال مخي ته راغلي دي چي د دغه هيواد سرکاري پوځ له دوی څخه د جدا شوو پوځيانواو مظاهره چيانو لخوا له سخت تشدد سره مخامخ دي .

رپوټونه وايي له پوځه جدا شوو پوځيانو د بابا امر سيمي په ګاونډ او نورو ضلعو کي پناه اخستي چې له وجي يې حکومتي سرتيري سخت مزاحمت ته مخامخ کړي دي.
XS
SM
MD
LG