د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري هیڅ راتلونکی نه لري.آفراسییاب خټک


د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر سېنېټر افراسییاب خټک
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر سېنېټر افراسییاب خټک
د عوامي نيشنل ګوند صوباۍ مشر افراسياب خټک پرون په ځانمرګي بريد کي د خپل ګو ند د غړي حنيف ګل جدون او د هغه د زوي وژنه په سختو ټکو کي غندلي او ويلي یې دي دوی به د تره ګرۍ ضد جنګ جاري ساتي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر افراسياب خټک مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کي وویل کومو خلکو چي د اختر په دې مبارکه ورځ د دوی د ګوند يو مشرووژلی دغه خلک مسلمانان نه شي کيدای.

د اختر په ورځ داسې یو بې ګناه انسان او د هغه د ماشوم زوی وژل چې ټول عمر یې پرامن جهدوجهد کړی دی د ترهګرو د وحشت او بربریت نښه ده او د قربانۍ په داسې مقدسې ورځې باندې چې د ټولو مسلمانانو لپاره ډېره مهمه ورځ ده داسې ناجایز قتل په رښتیا هم د اسلام د دښمنانو کار دی او د خلک چې خپل ځان په یوه او بل نامه بولي نو حقیقت دا دی چې د پښتنو دښمنان چې ګوزار کوي نو عوامي نېشنل پارټۍ ځکه ورته ښکاري چې اې اېن پي ددې کور دعوا لري،د خپلې خاورې خبل اختسار دعوا لري.او بله دا چې سوله غواړي امن غواړي.او څوک چې جنګ غواړي ترهګري غواړي،او څوک چې د جنګ به مستۍ کې ډوب دي .هغوی ته د امن خبره بده ښکاري.ځکه ورته اې اېن پي خپله دښمنه ښکاري.٬٬

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په بیا بیا د عوامي نېشنل ګوند پر مشري او غړیو ځانمرګي بریدونه او د هغوی هدفي وژنه خو به د ګوند حوصله او مورال نه زیانمنوي.؟نو افراسیاب خټک وویلڅوک چې د پښتنو سکولونه والوزوي نو د پښتنو بچیان به سبا ته څه وايي د علم رڼا به له کومې اخلي،ددې یوازې او یوازې مقصد دا دی چې پښتانه له علمه او زدکړې بې برخې شي نو دا کار څوک کول غواړي،او هغه څوک چې د ښبتنو مال او جاییداد ته تاوانونه رسوي ،موږ د هغو پر ضد ولاړ یو او که لوی خدای تعالی ته منظوره وه ترهګري به شکست خوروي،او ترهګري هیڅ راتلونکی او مستقبل نه لري.او دشهیدانو وینه به رنګ راوړي او دې وطن ته به امن راځي.٬٬

عوامي نيشنل پارټۍ د خپل ګوند غړي حنيف ګل جدون د وژل کيدو نه پس د يوي هفتي د ماتم مانځلو علان کړي دي ، حنيف ګل پرون د خپل يو ځان ساتونکي سره يوځاي په يوه ځانمرګي بريد کي وژل شوې وو، د نوموړي شپږ کلن زوی چي په دې ځانمرګي بريد کي ژوبل شوي وو هغه هم نن په هسپتال کې مړ شو.

د سراج الدين په نوم يو کس چي ځان د تحريک طالبان ملاکنډ وياند بولي وايي چي دا بريد د دوی د ملګري لخوا ترسره شوي.
XS
SM
MD
LG