د لاسرسي ځای

د ایران اېټومي پروګرام لانجه لا پسې کړکېچنه شوه


د ایران په نتانز کې د یورانییمو بډایولو تنصیبات.

د ایران په نتانز کې د یورانییمو بډایولو تنصیبات.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي ګاونډي ارمنستان ته د سفر پر مهال وویل،هیڅ داسې کره ثبوتونه نه شته چې وښيي ایران ایټمومي سرګلولې جوړوي. صالحي زیاته کړه چې لویدیځ هیوادونه پرته له کره شواهدو او اسنادو پر ایران فشار زیاتول غواړي.

د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ وویل تمه لري چې د ملګرو ملتو د اېټومي انرژۍ نړیواله اداره به د ایران داېټومي پروګرام په اړه داسې شواهد خپاره کړي چې د امریکا له اندېښنو سره ملګرې وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، لا هم د ایران د اېټومي پرګرامونو پرضد د عملیاتو امکانات شته. کارني زیاته کړه خو له دې سره سره بیا هم واشنګتن هڅه کوي چې پر ایران خپل دیپلوماتیک فشار ته ادامه ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې نن وویل چې پاریس د ایران اېټومي پروګرام ته ډيره اندیښنه لري خو د ایران پرضد له عملیاتو سره مخالفت کوي.

د روس د بهرنو چارو وزير سرګی لاوروف خبرداری ورکړی چې د ايران په اېټومي تنصيباتو ممکنه پوځي برید به يوه لويه تېروتنه وي چې بې ساري پایلې لرلای شي.

هغه وویل،چې د ایراني اېټومي پروګرام د مسلې په ګډون په نړۍ کې نورې ستونزې له پوځي لارې نه شي هوارېدای.

همداراز د جرمني حکومت ويلي دي هغوي به په ايران د سياسي او سفارتي فشار غوښتنه کوي چي دا ډول تهران په خپل اېټومي پروګرام د نړيوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.

د تير خالي په ورځ د اسرايل ولسمشر شمون پيريز ويلي وو د اېټومي پروګرام پر سر په ايران د حملي امکانات په زياتېدو دي.

د اسرايل ولسمشر لخوا دا د هړکه په داسي وخت ورکول شوې چې تمه څرګندېږي دا اونۍ کي به د ايران د اټومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د اېټومي څار ادارې رپورټ خپور شي.
XS
SM
MD
LG