د لاسرسي ځای

پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره مرسته کوي


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي د نړيوالو د ملاتړ او له ټولو افغانانو سره دې د هغوی د نظرياتي، نسلي او سیاسي اړیکو پرته د افغانستان ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د پاکستان د سرکاري خبري اژانس ای پي پي له مخي وزيراعظم دا خبرې د روس په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې د شنګاهی همکارۍ تنظيم د لسمې غونډې پر مهال په خپله وینا کې کړېدي.هغه په خپلو خبرو کي ويلي دي سياسي حقيقت او روڼولای د دې خبرې تقاضه کوي چي د افغانستان د خپلواکۍ او سالمیت دې ټول درناوی وکړي.


وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ویلي چې دده په خبرو پاکستان به په افغانستان د اتسحکام او سولې لپاره د جوړجاړي د خبرو په ترڅ کې د دوی د حکومت او افغان ولس مرسته جاري ساتي.


ګيلاني ویلي دي د تره ګرۍ ، سخت دريزۍ ، جرايمو او بي روزګارۍ له وجې حالات ډير خرابيږي خو د نوموړي په خبره په ګډه د دې چلنجونو مخنيوی کيدای شي.


پاکستان د مبصر په حيث د شنګاهی همکارۍ تنظيم په غونډه کي ګډون درلودو ، روس ، چين ،تاجکستان،ازبکستان،کرغیزستان ،او قزاقستان ددغه تنظيم رسمي غړي هيوادونه دي او داوار د تنظيم په غونډه کي افغانستان د خصوصي ميلمه په توګه وربلل شوی وو.
XS
SM
MD
LG