د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د سولې هیلې


په بامیانو کې د بدهاد د دنګې مجسمې لاندې زلميان د ډول په درزهاري اتڼ اچوي.
په بامیانو کې د بدهاد د دنګې مجسمې لاندې زلميان د ډول په درزهاري اتڼ اچوي.

په کابل کې د ناټو لوړ رتبه ملکي استازۍ ویلي دوي نه پوهیږي چې ایا تر ۲۰۱۴م کال پورې به کله چې نړیوالو ځواکونه له افغانستان ووځي،د افغان دولت وسله وال مخالفان سولې ته چمتو شي او کنه.

سایمون ګاس د افغانستان په اړه د استنبول له کانفرانسه وروسته رویترز خبري اژانس ته ویلي ښايي له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان حکومت لپاره اسانه وي چې له وسله والو سره د سولې خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا وسله وال غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وباسي او کیدای شي له ۲۰۱۴م کال وروسته همدې ته په کتنه وسله وال له حکومت سره د سولې لپاره لیوالتیا وښیي.

رویترز خبري اژانس وايي کله چې په ۱۹۸۹م کال کې د پخواني شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل نو په کابل کې يې داسې یو حکومت تر شا پریښود چې خپل وسله وال مخالفان يې په کمزوري او دفاعي حالت کې وساتل اویوازې د پیسو د کمښت له امله له منځه لاړ.

د رویترز اژانس په وینا عین سیناریو بیا د تکراریدو په حال کې ده خو دا ځل لویدیځ هیوادونه هیله مند دي چې افغان حکومت به له مالي پلوه کمزورۍ نشي.

کتونکي وايي تر ۲۰۱۴م کال پورې چې امریکا او نور هیوادونه له افغانستانه د خپلو جنګي ځواکونو د ویستلو پلان لري د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې ډیر کم امکان موجود دی .

په کابل کې د ناټو ملکي استازی وايي موږ د افغانستان په راتلونکې باندې قمار نشو وهلی اود همدې لپاره ددې هیواد په اړه نړیواله ستراتیژي داده چې له وسله والو سره د افغان دولت د سولې د پروسې ملاتړ کیږي او په عین حال کې بیا افغان امنیتي ځواکونه هم روزل او سنبالېږي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته چې کابل وايي په پاکستان کې میشتو وسله والو يې وژنه پلان کړې وه ،افغان حکومت سخته غصه څرګنده کړې خو د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا رویترز اژانس ته ویلي مونږ چمتو یو چې له هر هغه افغان وګړي سره نر وي او که ښځه وغږیږو چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرو ته اماده وي .

رویترز اژانس وايي له وسله والو سره د سولې لپاره د څو کلونو تماسونو هیڅ نتیجه ورنکړه او د برهان الدین رباني وژل کیدو ولسمشر کرزی دې ته وهڅاوه چې ووايي دا به غوره وي چې د سولې خبري په مستقیمه توګه له پاکستان سره چیرته چې د طالبانو مشرتابه ده، دا ډول خبري وشي.

خو په استنبول کې د افغان او پاکستانيو مشرانو له څو غونډو وروسته تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به هڅه وکړي له طالبانو سره د روغې مسله په خپلو کې د خبرو اصلي موضوع وګرځوي.

بل لور ته څیړونکي الکس سترایک لینخوتین وايي په دې اړه مهمه پوښتنه داده چې طالبان به په راتلونکې کې څه وکړي؟ د طالبانوستونزه د هغوی خپل منځي اختلافات دي.


د نوموړي په وینا یوازې دا نه ده چې د طالبانو تر منځ اختلافات دي بلکه د طالبانو د جنګي او سیاسي څانګو تر منځ هم درز موجود دی.

رویترز خبري اژانس د لینخوتین په حواله وايي د طالبانو سیاسي څانګه چې سوله غوره ګڼي ،زیات واک نه لري او د هغوي پوځی څانګې د سولې لپاره د هرډول رسمي هڅو بهیر ځنډولی دی.

د نوموړي په وینا د طالبانو پوځی څانګې د خبرواترو مخالفت کړی او په دې باور ده چې قومنده او کنټرول اوس هم د هغوی په لاس کې دی او هغوي دا جګړه ګټلای شي.

خو رویترز خبري اژانس بیا د دیپلوماټانو په حواله وايي که څه هم دا ممکنه نه ښکاري خو بیا هم تر ۲۰۱۴م کال پورې له طالبانو د سولې احتمال په بشپړه توګه نشي ردیدلی.
XS
SM
MD
LG