د لاسرسي ځای

اختر له قېدیانو سره


د لورلايي په لوی زندان کې قیدیان د اختر په ورځ .دا تصویر نیاز موسا خیل اخیستی .

د لورلايي په لوی زندان کې قیدیان د اختر په ورځ .دا تصویر نیاز موسا خیل اخیستی .




د جېل د جګو جګو دېوالونو په سیوري کې د بندیانو د اختر حال

نیازموساخېل،کوټه


په سیمه کې هر څوک په اختر لمانځلو بوخت دی او عادي خبره دا ده چې زیاتره خلک له کورنیو او دوستانو سره یو ځای اختر لمانځي،خو نن به د هغو قیدیانو له حاله ځان خبر کړو، چې د جګوجګو دېوالونو په سیوري کې دننه اختر لمانځي.

د بلوچستان په لورالایي کې مرکزي جېل ته چې کله ورلم،نو سرکاري اجازت اخیستلو وروسته،د جېل مشر یا سپرنتنډنټ،حمیدالله پېڅي دننه د تلو اجازت راکړو.دا جېل د بلوچستان د جنوبي پښتونخواد برخې تر ټولو لوی جېل یادېږي او په دې کې د لورالایي،ژوب،کلا سېف الله،بارکهان،زیارت،مسلم باغ،هرنایي او شاوخوا ګڼ شمېر قېدیان موجود دي.

کله چې د قېدیانو ځانګړې برخي ته دننه شوم،نو قېدیانو په ډېره مینه او خلوص ښه راغلاست را ته ووېل.

د پام وړ خبره دا وه چې دوی د مشال راډیو مینه وال او تکړه اورېدونکې وو.دوی په دې ډېر خوشحاله شو چې مشال په اختر کې د دوی د زړه خواله اورېدو لپاره ورغلې.

یو قېدي،حضرت علي څخه مي پوښتنه وکړه،د جېل اود عام ژوند د اختر څومره فرق وي؟ده به ځواب کې ووېل:٫٫څه درته ووایم.بس،هغه خلک،چې په خپلو کورونو کې نن اختر لمانځي،خدای دې هغوی هلته خوشحاله ساتي او موږ دي دلته.د جېل او د بهر د اختر ډېر فرق دی.په کورونو کې به مو خپله خوښه او خپل اختیاروو.چې سهار به له خوبه پاسېدو،نو نوې جامې به مور،خور یا کور والا راته اېښې ولې،خو دلته........!دلته داسي پاچاهي کله شته.دلته خو سهار ۷ بجې د جېل والا په خوښه را کښېنو او بیا ماځیګر پر ۴:۳۰ بجې بیرته د دوی په خوښه په بېرکو یا قیدخانو کې دننه کېږو.د سهار له اوو د ماځیګر تر څلورو بجو،یاني ۹ ساعته موږ له تنګو بېرکو بهر وځو،بهر هم داسې نه ده،چی ښه خلاس ډګرونه وي،بلکه د بهر احاطه هم په اوږدوالي او وساره کې شاوخوا لس،لس ګزه وي.بس،هم دغه زموږ ژوند وي او هم دغه زموږ اختر.٬٬

یو بل قېدي،میاڼۍ هم را مخته شو او د زړه خواله یې پېل کړه:٫٫بیا به هم په دغه حال شُکر کوو،چې ژوندي خو یو،که ژوندي نه وو،بیا به مو څه کول؟دغه تمه خو مي سته،چې نن نه وو،نو سبا او که سبا نه وو،نو یو ورځ خو به داسي راځي چې له خپلو خپلوانو سره به وینو او د اختر خوشحالۍ به یو ځای له دوی سره ولمانځو.٬٬

یو بل قېدي،چې له څيرې ډير غمجن مالومېدی،و ماییک ته را نږدې شو:٫٫نوم مي نېک محمد دی او ۱۱ کاله کېږي چې په جېل کې تورې شپې سبا کوم.باور وکړه،دا مي ۲۲م اختر دی چې په جېل کې رباندې تېرېږي.اوس زه له غمو،پریشانیو او د جېل له اخترو سره دومره اشنا شوی یم،چې بالکل فرق نه را کوي،که ۲۰ اختره پر را تېرېږي،که ۱۰۰ او که ۱۰۰۰.اوس له دا رنګه حالاتو سره عادت شوی یم.٬٬

نېک محمد زیاته کړه،په جېل کې یې ښه وخت تېر کړی او همېش یې هڅه کړې چې د جېل د قوانینو احترام وکړي،نو ځکه دی له حکومته هیله لري،چې انصاف ور سره وکړي او مخته سزا یې ور معاف کړي.:٫٫پنځه کاله مخکې مي مېرمنه مړه شوه او په کور کې مي ۳ واړه ماشومان پراته دي او له بده مرغه زه دلته په جېل کې یم.څرګنده خبره ده،ماشومان چې څومره ماته اړتیا لري او څومره ښه چې زه یې ساتنه او روزنه کولی شم،بل څوک یې هیڅکله نه شي کولای .٬٬

له قېدیانو سره مجلس روان وو.ما ته هم له یوې یوې خبري،پوښتنه په ذهن کې راتله او قیدیان هم لکه چې په پوره تیاري سره راغلي وو او غوښتل یې چې له اختر سره تړلې هره ستونزه او خبره را سره شریک کړي.له دوی سره د ٫٫ګپ،شپ٬٬ پر مهال پوښتنه په ذهن کې راغله چې په عامو ورځو کې خو،زما د مالوماتو تر مخه،د اتوار نه ماسیوا،د سهار له ۹ بیا د ماسپېشین تر ۲ بجود قیدیانو قریبان او دوستان که و غواړي،نو د دوی ملاقات یا لیدو ته راتلای شي،نو نن د اختر په ورځ څه طریقه او سسټم دی؟دا پوښتنه مي له یوه قېدي وکړه.د ده ځواب وو:٫٫نوم مي عبدالباري دی.د چا به زړه غواړي،چې د جېل دغو غمجنو دروازو او دېوالو ته به راسي.دلته د راتلو لپاره د هیچا هم زړه نه غواړي.څوک به څه کوي چې زموږ غمجنو څېرو لیدلو ته راسي.ها،که بیا هم څوک راځي او یقینًا را هم شي،نو بیا زیات نه زیات نیم ساعت ملاقات کېدی شي.آیا په دغه زړه ډکېدای او صبرېدای شي؟حکومت دي باید زموږ غم وخوري او په اختر کې زموږ د پام غلطولو او ساعتېري لپاره یو څه وکړي،ترڅو موږ هم د یو څه وخت لپاره خپلي پرېشانۍ ختمي کړو او د اختر خوشحالۍ را ونغاړو.٬٬

عبدالباري د خپلو خبرو پای د حکومت پر خوا یووړ او له نېکه مرغه حکومتي چارواکۍ څنګ ته را سره ولاړ وو. جیلر حمیدالله پېڅي د عبدالباري د خبرو په ځواب کې وویل:٫٫اول به زه دا ووایم چې د عامو ورځو په پرتله،د اختر په ورځ موږ قېدیانو ته په خصوصي توګه غوښه،چاول،سېماوي،میټایاني او نور خوراک ورکوو.دغه رنګه په عامو ورځو کې په زوره پر موسیقي اورېدو بندېز وي،چې نور قېدیان په تکلیف نه شي،خو د اختر په دوو ورځو کې قېدیان که په شریکه د موسیقي ږغولو او ورسره د اتڼ کولو غوښتنه وکړي،نو موږ هرو مرو اجازت ورکوو او په آخر کې به دا ووایم،چې په اختر کې له قېدیانو سره د خپلوانو د لیدو یا ملاقات کولو اجازت نشته،لیکن ما د لوړرتبه چارواکیو په سلا ،په خپل اختیاراتو دوی ته دا اجازت ورکړی،چې دوی له خپلوانو سره ملاقات کولای شي.٬٬

له قیدیانو سره د مشال ٫٫ملاقات٬٬ په داسي حال کې پای ته ورسېدی،چې د ماځیګر ژړ لمر خپله لمن بیخي زیاته خوره کړې او وخت را رسېدلی وو چې قېدیان به اوس د ۱۰ ګزو له آزادی هم بې برخې کېږي او د قېدخانو و تنګو تنګو کوټو ته به وړل کېږي.که څه هم دا یوه قانوني اوعدالتي تګ لاره وه او د هر چا لپاره وه،خو ما دا سوچ کاوو،چې دا قېدیان به هم هرو مرو د هیلو او اُمېدونو په تمه ژوند تېروي،ځکه چې پر هیله خو د نړۍ دیوالونه ولاړ دي او هیله او اُمېدونه به یقینًا دوی ته وایي:٫٫ چې د دوی نور اخترونه به له خپلو خپلوانو سره په خپلو کورو کې تېریږي٬٬.
XS
SM
MD
LG