د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په زرګونه افغان کډوال له خپله هیواده باسي


دا افغان کډوال په دا نژدو کې له ایران شړل شوي دي
دا افغان کډوال په دا نژدو کې له ایران شړل شوي دي
ایران وايي چې له رضوي خراسان ولایت څخه، چې مرکز یې مشهد دی، پنځه پنځوس زره مېشت افغان کډوال باسي.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو اتباعو د چارو عمومي مشر محمد عجمي وويل چې پنځه پنځوس زره افغان کډوال په رضوي خراسان کې بې اجازې ژوند کوي او له همدې کبله باید له ایرانه وایستل شي.

ښاغلي عجمي په مشهد کې خبریالانو ته وویل: د تېر کال په زمري میاشت کې د انترنټ له لارې ۶۳ زره افغانانو، چې اسناد يې نه لرل، نومونه ثبت کړل. دغو کسانو ته په ايران کې د استوګنې ځینې اسناد وسپارل شول.

ده همداراز وویل دغو کسانو ته ویل شوي وو چې د سږکال د غبرګولي يا جوزا تر پنځلسمې پورې د انترنټ له لارې د رضوي خراسان ولایت د بهرنیو وګړو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي او افغانستان ته د بېرته تګ اجازه واخلي. ده وويل چې تر دا مهاله ١٣ زرو افغان کډوالو دا اجازې اخیستې دي او افغانستان ته روان شوي، خو نورو چې مراجعه نه ده کړې د امنیتي ځواکونو له خوا له ايرانه په زوره ایستل کېږي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ويلي وو، سږکال ٦٠ زره افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دې شمېر کې ٤٣ زره له پاکستان او ١٧ زره له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې ادارې ويلي وو، که څه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ايران څخه د کډوالو د ستنېدو شمېر دوه برابره زيات شوى، خو له پاکستانه د کډوالو ستنېدنه ٥٩ فيصده راکمه شوې ده.

له ايران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو علت ظاهراً د ايران روان اقتصادي چلنجونه ښوول شوي وو.

ایراني چارواکي عموماً کله چې هوا سړه او یا ژمی شي په خپل هیواد کې پر افغان کډوالو فشارونه زياتوي او جبراً یې افغانستان ته لېږي. په ايران کې مېشت افغان کډوال وخت ناوخت د ايران د امنيتي ځواکونو له خوا له بد چلند څخه شکايت کوي.

د بهرنیو اتباعو د چارو د عمومي مشر محمد عجمي په وینا د دوی له لوري له شوې سروې سره سم په رضوي خراسان کې د غیرقانوني افغانانو په شلو کې ۹۰ د دې ولایت په مرکز مشهد ښار کې ژوند کوي.

يوشمېر افغان کډوال په بېلابېلو جرمونو هم تورن شوي او د ايران په زندانونو کې شپې سبا کوي، راپورونه وايي په سلګونو افغان کډوال په اعدامونو هم محکوم شوي دي.

بله خوا ټاکل شوې د افغانستان، ايران او پاکستان ولسمشران په نژدې راتلونکي کې په يوه درې اړخيزه کتنه کې پر خپلو اړوندو مسايلو خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د ايران سفير فدا حسين مالکي ايسنا خبري اژانس ته ويلي، ټاکل شوې وه دغه کتنه تېره مياشت په استانبول کې د افغانستان په باب د جوړ شوي کنفرانس په څنډه کې وشي، لکه څنګه چې د درې واړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالانو ورباندې د اکتوبر پر ١٦مه موافقه کړې وه، خو تر اوسه د دې کتنې دقيق وخت مشخص شوى نه دى.

درې واړه ولسمشر د جون پر ٢٤مه په تهران کې يوه درې اړخيزه غونډه درلوده، چې په سيمه او نړۍ کې يې وروستي پرمختګونه وڅېړل، دوى د ټروريزم، افراطيت او د مخدره موادو د قاچاق پرضد پر ګډې همکارۍ او مبارزې ټينګار وکړ.
XS
SM
MD
LG