د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اختر کې نوي پښتو فلمونه


پړانګ به نه چېړې د اربازخان فلم دی
پړانګ به نه چېړې د اربازخان فلم دی

سراج ظهیر - اسلام آباد

دا ځل د لوی اختر پر مهال د فلم مينه والو لپاره څلور فلمونه ښودل کېږي چې په کې د عابدنسيم خان فلم پړانګ به نه چېړې ، د اربازخان ، انګار او توريالی اوفلم دعا راته کوه ارشد خان ډایریکټ کړی دی.

د پړانګ به نه چېړې ستوري اربازخان ،ببرک شاه ، جهانګيرخان ،سحرملک ،سونو لعل ،ممتاز زيب، طارق جمال او محمد حسين سواتی دی.ددې فلم موسيقي شاکر زيب نوشهروي ترتيب کړې او سندرغاړي یې رحيم شاه ، همايون خان ، حمير ارشد ، شاهسوار خان او ستاره يونس دي.

د انګار ستوری هم اربازخان دی
د انګار ستوری هم اربازخان دی
دغه ډول په فلم انګار کې اربازخان د ډائريکټر نه علاوه دفلم د اتل یا هيرو دی او له ده د هيروين په توګه سونو لعل کار کړی دی.

فلم توريالى او دعا راته کوه کې د ډائريکټر ارشد خان ورور او د پخوانیو فلمونو فلم ساز د سردارخان لالا زوی شاهد خان د هيرو په توګه اداکاري کړېده
دا فلمونه به د پيښور او مردان د سينماګانو نه سربيره د پاکستان په نورو ښارونو کي هم ښودل کېږي.

د فلم پړانګ به نه چيړي ډائريکټر عابد نسيم خان مشال ريډيو ته ویل چې دا فلم ړومبی د ده تره نسيم خان جوړولو خو د هغه د ناڅاپه مرګ له کبله د دې فلم د ډائريکټ کولو زمه واري ده ته ورپغاړه کړی شوه.

دی زیاتوي چې د فلم په جوړولو کې یې ډېره خواري کړې او تمه لري چې ولس به یې خوښ کړي.دده په خبره له تيکنيکي پلوه د سکریپټ او پروډکشن له لحاظه یې د اداکارانو په انتخاب کې ډېر له دقته کار اخیستی دی او د کامیابۍ تمه یې لري.

د پښتو فلم توریالي
د پښتو فلم توریالي
د فلم توريالي وړاندېکونکي تنوير خان مشال ريډيو ته وويل چې دوی هم ډيره تمه لري چې فلم به لکه د تير وړکي اختر د هغه غوندي کاميابي ومومي ځکه چي د دوی ټول فلمونه د پښتنو په کلتور اړه لري.

او په دې فلم کې یې هم د پښتنو د دوښمنو او تربګنو په موضوع دا فلم جوړ کړی دی چې څومره تاوانونه لري او باید پښتانه له دې رسمونو نه ډډه وکړي او خپل ژوند په مينه او خوشالۍ تير کړي.
ده وويل چي ارشدخان پروډکشن تل د فلم مينه والو ته پاک او تفريخي فلمونه ورکړي دي.

د فلم ډايريکټرانو د خپلو فلمونو د کاميابۍ داعوې په خپل ځای خو دا فيصله به ولس کوي چې څومره په خپلو دعوو کي کاميابېږي
XS
SM
MD
LG