د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پوځيانو پر پوله خپله اډه افغان سرتېرو ته پرېښوده


امریکايي سرتېري د افغان سربازانو په روزنه بوخت دي.
امریکايي سرتېري د افغان سربازانو په روزنه بوخت دي.

د امريکا څخه خپريدونکې، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بهرنيوو پوځيانو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د افغانستان د امنيت د چارو د سپارلو په اړه يو رپورټ خپور کړی. ورځپاڼې د پکتيکا ولايت د يو سرحدي مرکز چې امريکايي پوځيانو افغان پوليسو ته سپارلی، پر بيلګه دا رپورټ ليکلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستان له پولې يوازې پنځه ويشت ميله ليري د افغانستان په پکتيکا ولايت کې امريکايي پوځيانو له خپل يو پوځي مرکز څخه د خپل هيواد جنډه راښکته کړه او په شينوک هيلي کاپټر کې لاړل.

دوی دا مرکز ۲۵۰ افغان پوليسو ته پريښود.

ورځپاڼې ليکلي چې پکتيکا د افغانستان له ناارامه ولايتونو څخه يو دی او افغانانو ته د دې امريکايي مرکز سپارل د هغه تجربې پيل دی چې پکې دا به کتل کيږي چې افغان ځواکونه د امريکايانو له وتلو وروسته د طالبانو سره د جګړې لپاره چمتو دي او کنه؟

په پکتيکا کې د بريګيډ قوماندان کرنل ايډورډ بوهنیمان وايي چې د دې مرکز له سپارلو دا څرګنديږي چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې دغسې مرکزونه په خپل لاس کې واخلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې کله د دې کال په وروستيوو کې درې دیرش زره امريکايي پوځيان له افغانستان څخه وتل پيل کړي نو د دې مرکز په شان ډير نور مرکزونه به افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي. له بلې خوا امريکايي پوځ تر ۲۰۱۴ کاله پورې په بشپړه توګه افغانانو ته د امنيتي چارو د سپارلو پلان تيز کړی دی. کرنل بوهنيمان ويلي چې کیدای شي په راتلونکې کې د پوځي مرکزونو سپارل له توقع خلاف په چټکۍ ترسره شي.

ورځپاڼې ليکلي چې د پکتيکا جنوبي برخې د ولايت د نورو سيمو په پرتله باامنه دي خو دلته هم امريکايي پوځيان وايي چې کيدای شي د امريکايانو له وتلو وروسته به طالبان په خپلو بريدونو کې تيزوالی او سختوالی راولي او د دې کار لپاره به دوی له پاکستانه ډير نور طالبان د ځان سره ملګري کړي. خو هغه امريکايي پوځيانو چې دلته يې د پاتې افغان ځواکونو سره له نيزدې کار کړی، واشنګټن پوسټ ته ويلي چې هغوی دا وړتيا لري چې طالبان په شا وتمبوي.

ياده دي وي چې افغان حکومت لا وار دمخه د افغانستان اوه داسې سيمې په ګوته کړي چې په لومړۍ مرحله کې به ترې د امنيت د ساتنې دنده له بهرنيوو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې اوس د ولسمشر حامد کرزي حکومت په ورته دوهمه مرحلې چې له مخې به يې نور ځايونه ټاکل کيږي، کار کوي. په لومړۍ مرحله کې ټاکل شوي سيمې په پرتله ييزه توګه خوندي ځايونه وو او د ورځپاڼې په وينا څومره چې بله مرحله پيليږي او پر مخ ځي، هم هغومره به افغان او ايتلافي ځواکونو ته ننګونې او ستونزې ډيريږي.
XS
SM
MD
LG