د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له تاریخه سبق نه زده کوي



دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په یوه مقاله کې راغلي چې امریکايي تاریخ دانه بابرا ټک مین د مارچ آف فولي یعنې د کم عقلۍ دګردش په نامه خپل یو کتاب په سر کې لیکي. تل واکمنو خلکود تاریخ دواقعاتو او تجرباتو نه سبق نه دې اخیستې او په هغې یې خپلو موجوده ګټو اوپوهاوي ته ترجیح ورکړې. یعنې د انساني عقل او پوهې عمل یې پرمخ نه دی بیولی .

ورځپاڼه د باربرا ټک مین دکتاب په حواله لیکي چې دغه شان چارلس دولسم، نیپولین او هټلر هم په ټول یورپ د حکومت کولو خوبونه لیدل او دخپل مظبوطو پوځونو باوجود یې ماتې خوړلې.

ورځپاڼه وايي نوموړې په دې اړه خپل دغه کتاب کې دتاریخ څو حوالې ورکړي. لیکي پخوا په ترکي کې د ټرایې واکمنو د یونان لخوا موجود یو شمیر اندیښنې رد کړې وې چې ورسته یې هم دهغوي دلاسه ماتې وخوړله.

د برتانیا شاه جارج دریم ته خپلو سلا کارو مشوره ورکړه چې امریکا یانو ته دې خپلواکي او پارلیماني نمایندګي ورکړي خو نوموړي ونه منله چې هم دغه خبرې بیا د امریکا آزادۍ ته لاره جوړه کړه.

ورځپاڼه د باربرا ټک مین دکتاب په حواله لیکي چې دغه شان چارلس دولسم، نیپولین او هټلر هم په ټول یورپ د حکومت کولو خوبونه لیدل او دخپل مظبوطو پوځونو باوجود یې ماتې خوړلې.

دا راز د چین ملت پاله مشر چیانګ کايي شیک خپل هیواد کې داصلاحاتو راوستلو لپاره دخپلو سلاکارو مشوره نه وه منلې چې له وجې یې ماؤ زېتُنګ په دغه هیواد کې په کمیونسټي انقلاب رواستلو کې بریالي شو.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا هم په ویت نام کې ځینې تاریخي غلطۍ کړي دي چې له وجې یې له لوی مالي او ځاني نقصان سره مخامخ شوې وه. او د پاکستان تاریخ خو دیو شمیر غلطیو نه ډک دی چې پکې تر ټولو لویه په ۱۹۷۱ م کال کې د مشرقي پاکستان جدا کیدل دي. د دغه کال عامو انتخاباتو کې دبنګال ولس د عوامي لیګ او دهغې د مشر شیخ مجیب الرحمان په حق کې رایې واچولې خو دهغه وخت پوځي رژیم دوی ته د حکومت سازۍ او آیین سازۍ موقع ورنکړه او هلته یې پوځي عملیات شورو کړل.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دغه حالاتو کې دپاکستان پوځي حکومت دخپلو سلاکارو یوه مشوره هم نه منله.او حد دا چې دپوځي عملیاتو په ترڅ کې هند هم په بنګال کې پوځي مداخلت وکړو او د مغربي پاکستان ۹۰۰۰۰ سیول او پوځي خلک دهند پوځ ته تسلیم شو. هغه وخت پاکستان کې دهند د تباهۍ نعرې وهل کیدلې او اوس دغه نعره د امریکا د تباهۍ په هغې بدله شوې. او ډیر لږ خلک داسې دي چې هغوی د تاریخ هغه سبق نه دی هیر کړې.

ورځپاڼه لیکي چې په موجوده وخت کې هم د پاکستان د اکمنو ترڅنګه حکومت مخالفه ګوندونه او میډیا په بیلا بیلو غلطیو کې بوخت دي خو پوښتنه دا ده چې اوس په هیواد کې یو پوهه سلاکار شته او که نه؟ او بیا دا چې څوک دهغوي خبرې ته غوږ نیسي هم او که نه؟

ددې په جواب کې ورځپاڼه پخپله لیکي داسې یو شمیر پوځي او سفارتي چارواکي شته چې په هیواد کې روان د تشدد، مذهبي سخت دریځۍ اوتند لاري توب په اړه اندیښمن دي اوس دا د موجوده واکمنو اختیار دی چې دهغوي اندیښنې په پام کې نیسي او که نه؟ که داسې ونکړي نو پاکستان د تاریخ په پاڼو کې به یوه بله غلطي هم ولیکل شي.
XS
SM
MD
LG