د لاسرسي ځای

"د اختر په برکت له خدای تعالي سوله غواړو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اختر له لمانځه وروسته وینا کوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اختر له لمانځه وروسته وینا کوي.

نن د افغانستان او د پاکستان د ځينو قبایلي سیمو په ګډون په سعودي عربستان او ټوله نړۍ کی لوی اختر لمانځل کیږی.

د نړۍ مسلمانانو په مکه کی د حج مراسم ادا کولو او د رمي د فریضې وروسته په سعودي عرب کی د اختر لمونځ ادا کړلو او قربیانیانی یې وکړلی چې د پیغمبر حضرت ابراهیم علیه سلام سنت دی .

په قبیايلی سیمو کې د خیبر ایجنسۍ په باړه ، شمالي وزیرستان، مهمندو ایجنسۍ ، د افغانستان سره نږدی د باجوړ په ځينو سیمو ، او د اورکزو په ځيني کلیو کې اختر دی.
د پښتنوخوا په افغان کډوالو کیمپونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي

د پښتنوخوا په افغان کډوالو کیمپونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي

دا راز په پييښور او کویټه کې افغان کډوال او په پيښور کی د باړی اوسیدونکي، هم د اختر وړومبۍ ورځ لمانځي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اتوار په سهار له یو شمېر دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او د ملي شورا له یو شمېر غړیو سره د کابل د ارګ په جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ.

ولسمشر حامد کرزي د تیرو اخترونو پرخلاف دا ځل پر وسله والو مخالفینو مستقیم غږ ونه کړ، چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د اختر په مناسبت په خپله وینا کې ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه، چې د اختر د ورځو او د شهیدانو په ځانګړې توګه داستاد رباني د وینو په برکت افغانستان ته دایمې سوله او امن راشي:

”د افغانستان خلکو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم خدای تعالی دې د افغانستان د شهیدانو د پاکي ویني له رویه امت مسلمه ته او د افغانستان ولس ته سوله او امن په نصیب کړي او خدای تعالی دې خصوصا زموږ د سولې له لارې د پاکې وینې د شهادت له رویه د استاد ګرامي برهان الدین رباني د شهادت له رویه دې ځپلي او دردیدلي ولس ته سوله په نصیب کړي. “.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې پاکستان ته هم د سولې دعا وکړه چې د ده په خبره دا مهال د ترهګرۍ په اور کې سوځي:

”له مراکش نه تر اندونیزیا پورې ټول مسلمه امت ته د نیکمرغۍ، بریا او سولې هیله کوو.هیله ده ټولې اسلامي نړۍ ته چې دا مهال په درد ، رنځ او ستونزو کې ژوند تیروي د همدې مبارکې ورځې په برکت سوله اوامن راشي.په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان خلکو ته چې په دې ورځو کې له ترهګرۍ څخه رنځ وړي،روغتیا،سلامتي،سوله او ارامي غواړو. “

له دې وړاندې ولسمشر کرزي د اختر له لمانځه وروسته پر وسله والو طالبانو غږ کاوه چې وسله پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو دا چې دا ځل ولې ولسمشر کرزي په وسله والو مخالفینو د سولې غږ ونه کړ لامل یي ښایي د سولې د بهیر په اړه د افغان حکومت د دریځ بدلون وي.

له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه د افغان حکومت په دریځ کې وروسته ترهغې بدلون راغی چې وسله والو مخالفینو د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وواژه.
XS
SM
MD
LG