د لاسرسي ځای

'پر ماشومانو تشدد لومړی په خپل کور کې کېږي'


دا دواړه ماشومان کاغذونه را ټولوي او بیا یې خرڅوي چې ډوډۍ پر واخلي

دا دواړه ماشومان کاغذونه را ټولوي او بیا یې خرڅوي چې ډوډۍ پر واخلي

خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د مدد ګار په نوم د يوې غیردولتي موسسې په خپل رپورټ کې ویلي دي، چې په ۲۰۱۰عیسوي کال کې په پاکستان کي پر ماشومانو د تشدد تر ۵۰۰۰ زیاتې پېښې شوې دي.

اداره وايي په دې کې، شاو خوا ۵۰۰ پېښې په بلوچستان کې شوې دي. مدد ګار وايي د نور کله پرتله په ۲۰۱۰ز کال کې پر ماشومانو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

حافظ رحمت چې له يوې غیر دولتي موسسې سره کار کوي، مشال راډيو ته پر ماشومانو د تشدد په اړه وویل: ((تشدد يواځې دا نه دی چې يو څوک يو کس ووهي، په يو چا ډزې وکړي. بلکې د دې ډېر قسمونه دي. په سکولونو او مدرسو کي هم په ماشومان تشدد کېږي. خو که وګورو په کور کې مور و پلار، او وروڼه هم کله کله ماشومان د دې لپاره وهي، چي ګواکې اصلاح يې کړي، خو هغه هم کله کله په تشدد کې راځي.))

د حافظ رحمت په خبره مددګار نومي ادارې چي د ۲۰۱۰ کال په رپورټ کې په بلوچستان کې پر ماشومانو د تشدد پنځه سوه پېښي لیکلې، د دې شمېر تر دې څو چنده زیات دی، خو د ده په خبره داسې پېښې مخې ته نه راځي او ټولنې کې نه ښکاره کېږي.

اووه کلن نعمت الله چې لا يې هم د زده کړي او لوبو عمر دی، د خپل مور و پلار په خبره يې په يوه ګیراج کې کار پيل کړی.

سره له دې چې نعمت الله وايي د نېستمنۍ له امله دا کار کوي، خو بشري حقوق او غیر دولتي موسسې وايي چې په جبر په يوه ماشوم هر کار کول په تشدد کې راځي.

په کوټه کې اوسېدونکی دا ماشوم هم مزدوري کوي

په کوټه کې اوسېدونکی دا ماشوم هم مزدوري کوي

پر دې سربېره چې د کوټې په شمول په ټول بلوچستان کې په بازارونو کي ماشومان لیدل کېږي، چې بیل بیل دوکانونو، دموټرو په ګیراجو، او دموټرو په تمځايونو کې کار کوي، دټولپوهني د استادانوپه وینا له قسم قسم تشدد سره مخ کيږي. ۱۲ کلن يوځوان چي پرې جنسي تشدد شوی، د بدو خلکو ملګيري ددې لامل شيي...

کامران ملازی چي له يو شمیر هغو موسسو سره يې کار کړی، چي د پر ماشومانو د تشدد مخنیوی کوي. له مشال سره په خبرو کي وویل، چي په ۲۰۰۷ او اته کي ددوي موسسې په کوټه کي يوه سروې کړې وه، چي دده په خبره په کې دوي څلور زره داسي ماشومان لیکلي وو، چي دپيسو لپاره به جنسي اړیکوته اماده کیدل. کامران ملازی وايي

((په دې سروې کي موږ يواځي په کوټه ښار کي شاوخوا څلور زره داسي ماشومان پيداکړه، چي هغه په کمرشل سیکس کي ککړ وو.))

دکامران ملازي په وینا هغه ماشومان چي ورباندي تشدد وشي، په اعصابي ناروغیو کي اخته شي. او په راتلونکي کي بیا دوي هر وخت په دې سوچ کي وي، چي ټولني يو قسم تاوان ورسوي. بیاهم کامران ملازی زیاتوي.

((کله چي دا ماشومان چي پرې تشدد شوی وي، لږ هم لوي شي، نو هغه بیا له ټولني څخه خپل غچ اخلي. دهغوي اعصاب بالکل بدل شي. او څنګه تکلیف چي دوي تیر کړی وي، نو دوي يو څوک خوشاله لیدل نه غواړي. او غواړي چي هم هغسي تکلیف دی نورو خلکوته هم ورسوي.))

له دې سره چي په بیل بیل طریقو پر ماشومانو تشدد کیږي، خو ديوې غیر دولتي موسسې سحر په کوټه کي مشر عبدالودود ترین بیا وايي دهغو ماشومانو چي پرې تشدد کيږي، تر ټولو لوي ذمه واره دهغوي مور او پلار دي.

عبدالودود ترین مشال راډيوته وویل: ((هغه خلک چي ماشومانو تشدد کوي، زما په فکر تر هغوي زیات ددې ماشوم مور پلار او دکورنۍ نور غړي ګرم دي. چي هغه په خپل ماشوم څارنه نه کوي، چي زما زوي یا ورور چيري ځي، له چاسره کښېني او پر کوم وخت کورته راځي.))

دعبدالودود ترین په وینا په ډیری ماشومانو تشدد لومړی د خپل مور، پلار
او هم د کورنۍ د نورو غړيو له خواکيږي. چي په هغه کي دده په خبره د ماشومانو وهل ټکول او په خوراک څښاک کي توپير کول شامل دي.
XS
SM
MD
LG