د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو پرمختګ زموږ له لومړیتوبونو دی:ګیلاني


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
اسلام اباد - د پاکستان وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني ویلي د قبایلي سیمو پرمختګ د دوی د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

د مشال راډیو د خبریالې له وینا سره سم، دا خبره نوموړي د پنجشنبې په ورځ له قبایلي سیمو د سینیټ له غړو سره د کتنې پر مهال کړې ده.

دا سینېټران وزیر اعظم ته په قبایلي سیمو کې د پرمختګ د کارونو پر وړاندې د ستونزو په اړه د خبرو لپاره ورغلي ول.

دا مهال په یو شمېر قبایلي سیمو کې د پوځ عملیات او د نا کرارۍ لړۍ روانه ده چې له کبله یې پرمختیايي کارونه له خنډ سره مخامخ دي.


اخوا د اسلام آباد په يو مقامي هوټل کښې دیوی غير سرکاري ادارې ترد سيوري لاندې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو د جاج اخیستلو په اړه یوه غونډه وشوه چې پکې د سرحدي چارو د وزیر ایجینر شوکت الله په ګډون یو شمیر قبایلي استازو ګډون کړی وو.

ګډون کوونکو په د قبایلي سیمو لپاره د جزا ګانو په قانون ايف سي آر کې د بدلون او په قبايلي سيموکې د سياسي هلو ځلو په اړه بېلا بیل نظرونه څرګند کړل.

د سرحدونو د چارو وزیر وویل په دی قانون کی د ښځو حقونه پر خپل ځای دي.
XS
SM
MD
LG